د ملکي خدمتونو کارکوونکو د لومړي ځل لپاره د نوښت او وړتیا جایزه ترلاسه کړې

د ملکي خدمتونو لس تنه نوښتګر او وړ کارکوونکي د جلالتماب ولسمشر محمد اشرف غني، بي بي ګل غني، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د مشرتابه او د کابینې د یو شمېر غړو لخوا وستایل شول.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون څه موده وړاندې له خلکو، د مدني ټولنې له بنسټونو او ټولنیزو سازمانونو وغوښتل څو هغه غوره کارکوونکو چې د اداري فساد پروړاندې د مبارزې او خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د ژمنې له مخې کار کړی، دغو جایزو ته معرفي کړي. د ملکي خدمتونو کار کوونکو یا خپله ځانونه د دغې جایزې لپاره نوماند کړل او یاهم د خلکو او د مدني ټولنو لخوا نوماند شول. د نوماندانو د غوره کولو او ټاکلو بهیر د دوه کمېټو لخوا چې پکې د مدني ټولنې غړي، د اکادمیکو بنسټونو مسوولین، رسنۍ، د اداري فساد پروړاندې مبارزې بنسټونه او د ملکي خدمتونو پخوا کارکوونکي شامل وو ترسره شو.

د څېړنیزې کمېټې او کتنپلاوي د څېړنو په پایله کې، د دغه کمېسیون دوه ملي جایزې د مخابراتو وزارت د پست رییس احمد وحید ویس او د کانکور او د ازموینې ملي ادارې پورې اړوند شوې. اته جایزې په اتو زونونو کې د ملکي خدمتونو کار کوونکو پورې اړوند شوې.

د پلازمینې په زون کې د رابعه بلخي روغتون مشرې ډاکټرصدیقه عبدالله ادیب، مرکزي زون کې د بامیان ولایت د ورس ولسوال محمد زمان بهلول، شمال زون کې د فاریاب د عامې روغتیا رییس، محمد نعیم مصمم، لوېدیځ زون کې د هرات ولایت د نسوانو د تجربوي لېسې امرې، بصیرې بصیرتخواه، سویل ختیځ زون کې د خوست ولایت د ازادۍ مینې د نسوانود لېسې مدیرې، زیور جانې، ختیځ زون کې د لغمان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس، همایون شمس، سویل زون کې د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار د شهید عبد المتین د لېسې ښوونکي، قاسم الفت او شمال ختیځ زون کې د کندز ولایت د ښځو چارو مشرې، نصیبې هولکر ته جایزې ته ورکړل شوې. په همدې توګه، د افغانستان د موسیقي ملي انستیتوت بنسټ اېښودونکي احمد ناصر سرمست ته د سید جمال الدین افغان دولتي مډال ورکړل شو.

د جایزو او ستاینلیکونو د ورکړې په مراسمو کې، ولسمشر محمد اشرف غني وویل: «تاسې نن ثابته کړه چې د دغه هېواد صاحبان یاست. تاسې څه د معارف  څه د ولسوالۍ، څه د مخابراتو په کچه، د روشنايي راوړونکي یاست او نوښتونه مو پرخلکو اغېز لري. تاسې د ولسواکۍ بنسټ ټینګوۍ. له دې وروسته به هرکال تاسې په شان د نوښتګرو کارکوونکو ستاینه وشي.»

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون مشر، احمد نادر نادري وویل: « څه چې د افغانستان خلک هېله لري، په حکومتوالۍ کې د بنسټیز او سازماني فرهنګ رامنځ ته کول دي، ملت  ته د خدمت ګاره حکومتوالۍ د فرهنګ لپاره، پر رعیت باندې د حاکمې حکومتوالۍ له فرهنګ څخه تېرېدل او د هغه فرهنګ پرلور تلل چې خلک د دې مجال ولري څو د شفافیت له لارې وکړای شي ځان د ادارې صاحبان وبولي او ټولو ته په برابر ډول خدمتونه وړاندې شي.»

دغو مراسمو کې دغه راز، د کمېسیون د ازموینو مرکز د فاطمې قادریان او ربات جوړونکو نجونو په نوم، د کمېسیون تالار د اوتارسینګ، د کمېسیون الف بلاک د راشد خان او کرکټ ملي لوبډلې په نوم او د کمېسیون ب بلاک د المپیک لومړني مډال راوړنکي روح الله نیکپا په نوم ونومول شو.