د ملکي خدمتونو کارکوونکو لپاره د سویلي کوریا لومړنی انلاین روزنیز پروګرام جوړ شو

د ملکي خدمتونو د مرکزي او ولایتي ادارو ۲۲ تنو د جندر واحدونو کارکوونکو او د ظرفیت لوړولو امرینو ته د برابرۍ او جنسیتي تعادل انلاین ۱۲  ورځنی روزنیز پروګرام د ملکي خدمتونو په انسټیټوټ کې جوړ شو.

دغه پروګرام د برابرۍ او جنسیتي تعادل په اړه  د پالیسۍ جوړولو او تجربو ترلاسه کولو  په برخو کې د جندر واحدونو د پوهې او مهارتونو لوړولو لپاره دی چې د جندر مساوات او د هغې د لوړولو کچه، د جندر برابرۍ ارزښت، د ښځو کاري مهارتونو پراختیا مخینه او پالیسي، د جندر برابرۍ پالیسۍ پراختیا کړنې او د ښځو حقوق پکې شامل دي.

دغه پروګرام په  انلاین ډول د سویلي کوریا نړیوالو اړیکو همکاریو دفتر (کویکا) د سویلي کوریا د (Capacity Improvement and Advancement for Tomorrow) بنسټ متخصصینو لخوا مخ ته وړل کېږي.

.