مطبوعاتي اعلامیه: د ملکي خدمتونو کارکوونکي په رسمي ساعتونو او له دولتي امکاناتو په ګټه اخیستنې نشي کولی د نوماندانو په ګټه یا زیان کمپاین وکړي

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون له ټولو کارکوونکو غواړي څو په شفاف ډول د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کولو په موخه، په رسمي ساعتونو او دولتي امکاناتو په کارونې سره د نوماندانو په ګټه یا زیان کمپاین ونه کړي.

د ملکي خدمتونو د کار کوونکو د سلوک د ډول مقررې، د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د قانون ( د دیارلسمې مادې د یو تر ۱۶ اجزا وو)، د ټاکنو قانون  ( دنهه نویمې مادې ) او نورو اړوند تقنیني سندونو له مخې، د عامه خدمتونو مؤظفین مکلف دي څو په خپلو اجرااتو کې د بې پرې والي اصل رعایت کړي او د سیاسي اشخاصو او احزابو په ګټه د ادارې د معلوماتو، تجهیزاتو او وسایلو له کارونې ډه ډه وکړي.

نړیوال ستندردونه هم د ټاکنیزو موخو لپاره، د عامه امکاناتو په نه کارونې ټینګار کوي.

د یوه نوماند په ګټه په رای ورکوونکو باندې زور را وړل د دولتي امکاناتو او وسایلو کارول،د نوماندانو په ګټه یا زیان څرګندونې، د نوماندانو د کمزوري کولو او پیاوړي کولو په موخه د مقام کارول، په ټاکنیزو کمپاینونو کې ګډون او د ټاکنو نور اړوند فعالیتونه  په رسمي ساعتونو کې د ټاکنیزو سیالیو پرمهال له منع شویو فعالیتونو څخه دي. سرغړونکي له جدي قانوني چلند سره مخ کېږي او کېدای شي چې په عامه اداره کې له دندې هم بې برخې شي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رییس احمد نادر نادري وویل:«د عامې ادارې اساسي اصول، د بې پرې والي ساتل او د ټاکنو په چارو کې نه لاسوهنه ده. نو له دې امله، د ملکي خدمتونو کارکوونکي د ټاکنو ځواکمنتیا د ساتنې په موخه، باید د کوم نوماند په ګټه د عامه ادارې له امکاناتو او اسانتیاوو کار وانخیستل شي.»

د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو سیالۍ سبا د ( زمري په شپږمه) پيلېږي.