د ملکي خدمتونو کارکوونکي چې د اداري او استخدامي کارونو په برخه کې سلیقوي چلند وکړي، مجازات کېږي

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د کمېشنرانو بورډ پریکړه وکړه چې په مرکز او ولایتونو کې د ملکي خدمتونو هغه شمېر کارکوونکي چې په اداري کارونو او یا هم د استخدام په پروسو کې سلیقوي چلند وکړي، مجازات کېږي.

رسمي اخطار، منفکي، عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي، هغه مجازات دي چې سر غړوونکو کار کوونکو ته په پام کې نیول شوي.

د سرغړونکو کار کوونکو د پېژندنې میکانیزم به د رسمي راپورونو او د خلکو د شکایتونو له مخې ترسره شي او مجازات به یې د اداري اجرااتو د قانون له مخې تنظیم شي.

دغه پریکړه وروسته له هغې کېږي چې یو شمېر خلکو د ملکي خدمتونو د ځینو کارکوونکو د اجرااتو له څرنګوالي شکایت وکړ.

په همدې حال کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېشنرانو بورډ، د کمېسیون د شکایتونو د څېړلو بورډ اصلاحي طرحه په اصولو کې تایید کړه.

د شکایتونو د څېړلو بورډ اصلاحي طرحه کې د شکایتونو د درج په برخه کې یو لړ اصلاحات، د شکایتونو څېړل او د شکایتونو د څېړلو په بهیر کې ډېر وضاحتونه شامل دي.