د ملکي خدمتونو ۱۰۵ بستونو د ګومارنې ازموینې ترسره شوې

په مرکز او ولایتونو کې د ملکي خدمتونو د دولسو ادارو د ۱۰۵ بستونو د ترلاسه کولو لپاره د (۸۰۷ نارینه او ۴۵ نارینه) په ګډون ۸۵۲ تنو داوطلبانو د ګومارنې په ازموینو کې ګډون وکړ.

دغو د اوطلبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، پوهنې، مالیې، عدلیې، اوبو او انرژۍ، اطلاعاتو او فرهنګ، ترانسپورټ ، کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون، د کوچیانو چارو سمون لوی ریاست، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې او علومو اکاډمۍ د لوړ رتبه بستونو، منځنۍ کچې او ټیټ رتبه مدیریت بستونو د ترلاسه کولو لپاره سیالۍ وکړې.

د ګومارنې کمپیوټري او تقریري ازموینې کابل کې د فاطمې قادریان او روباټ جوړونکو نجونو ازموینو مرکز او د ملکي خدمتونو انسټیټوټ د ازموینو په مرکز، بلخ کې د رابعه بلخي، خوست کې د ملکه ثریا، ننګرهار کې د شهید محمد موسی شفیق او د کندهار او هرات ولایتونو د ازموینو په مرکزونو کې واخیستل شوې.