د ملکي خدمتونو ۱۱ ادارو فورمې او سندونه انلاین شول

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د سل ورځې ــ سل زېري پروګرام له مخې، په اسانه توګه سندونو او فورمو ته د خلکو لاس رسي رامنځ ته کولو لپاره، د ملکي خدمتونو ۱۱ ادارې چې مراجعینو ته ډېر خدمات وړاندې کوي، انلاین کړي.

دغه پروسه د افغانستان د سولې او پراختیا ملي چوکاټ دویم سند د (۲۰۲۱ـ ۲۰۲۵ کلونو لپاره پراختیايي لومړیتوبونو ) څلورم محور او (دیجټل کولو او مخابراتو پراختیا) څلورم، نهم او اووم بند له مخې پیل شوې ده.

د لوړو زده کړو، کرنې اوبولګولو او مالدارۍ، پوهنې، کار او ټولنیزو چارو، مالیې، عدلیې، صنعت او سوداګرۍ، عامې روغتیا، ارشادحج او اوقافو، کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارتونو او د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې د ډېرو خدمتونو وړاندې کوونکې فورمې د اړوندو برخو بشري سرچینو رییسانو په همکارۍ او همغږۍ سره، په کمېسیون کې د پروسو د ښه والي او اصلاح ریاست فني ډلو لخوا په نښه او راټولې شوې دي.

دغه ریاست د بېلابېلو ادارو له مسؤولینو سره د هغو فورمو په اړه چې ډېر کارول لري، ګډې غونډې جوړې کړې او پر دغو فورمو او سندونو باندې یې بیاکتنه کړې ده چې د ټولو فورمو او اسنادو له جملې، خلکو ته د اسانه لاس رسي لپاره ۹۸ فورمې په نښه شوې دي.

په کمېسیون کې د پروسو ښه والي او اصلاح ریاست، د دغې ادارې عملیاتي پلان سره سم، د اسنادو او فورمو انلاین کولو پروسه په درې پړاوونو کې؛ د اسنادو او فورمو پېژندنه، تحلیل او انتخاب او انلاین کولو په برخه کې تنظیم او د اړوندو وزارتونو او ادارو په ویبپاڼو کې یې شامله کړې ده.

په کمېسیون کې د پروسو اصلاح او ښه والي پروسو رییس سید محمود فضلي، په چټکۍ سره خلکو ته خدمات وړاندل کول، د دغه بهیر له مزایاوو وبلل او ویې ویل:«شفافیت رامنځ ته کول او ډیجټلي حکومتوالۍ پر لور ګام پورته کول، په چټکۍ سره سندونو او فورمو ته لاس رسی او د دولت او خلکو ترمنځ د واټن کموالی، د دغه پروګرام له نورو مزایاوو څخه دي.»

د ښاغلي فضلي په وینا، د دغې پروسې له تطبیق سره به ادارو ته د مراجعینو تګ راتګ کې کموالی راشي او مراجعین به له لرې فورمې او د خدمتونو وړاندې کولو لارښودونه د اړوندو ادارو له ویبپاڼو ترلاسه کړي.

د ۱۱ ادارو په ویبپاڼو کې د ډېرو خدمتونو وړاندې کولو فورمو او سندونو اېښودل، د ادارو د مراجعین محوره فورمو د انلاین کولو په برخه کې لومړنی ګام دی.

د لوړو زده کړو وزارت کې ۲۵ فورمې، کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کې ۲۳ فورمې، پوهنې وزارت کې ۱۱ فورمې، کار اوټولنیزو چارو وزارت کې ۷ فورمې، مالیې وزارت کې ۶ فورمې، صنعت او سوداګرۍ وزارت کې ۶ فورمې، عامې روغتیا وزارت کې ۴ فورمې، ارشاد حج او اوقافو وزارت کې ۴ فورمې، تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره کې ۴ فورمې او ۲ فورمې هم د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې ۲ فورمې په اسانه توګه د لاس رسي لپاره په انلاین توګه ځای پرځای شوې دي.

 د کمېسیون د پروسو ښه والي او اصلاح ریاست په پام کې لري، څو په راتلونکې کې د ملکي خدمتونو ټولو ادارو فورمې او مشتري محوره سندونه انلاین کړي، څو خلک ورته په اسانه توګه لاس رسی ولري.