د ملکي خدمتونو ۱۲بستونو لپاره ازموینې واخیستل شوې

د ملکي خدمتونو اووه ادارو ۱۲ لوړ رتبه، منځنۍ کچې او ټیټ رتبه بستونو د ګومارنې لپاره تحریري (کمپوټري) او د مرکې ازموینو پړاو ترسره شو.

د ارزګان ولایت اطلاعاتو او فرهنګ، د پروان ولایت کانونو، د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو او د تخار ولایت چاپېریال ساتنې ریاستونو لپاره، ۱۹ تنو داوطلبانو د فاطمې قادریان او روباټ جوړونکو نجونو د ازموینو په مرکز کې په تحریري (کمپیوټري) او تقریري ازموینو کې برخه واخیسته.

په همدې توګه، لسو تنو د تشریفاتو عمومي مدیریت، درې تنو د سازمانونو ورزشي ملاتړ د جلب عمومي مدیریت او درې تنو د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د سمون عمومي مدیریت ترلاسه کولو لپاره په تحریري ازموینو کې ګډون وکړ.

دغه راز، ۲۲ تنو د کندهار ولایت عدلیې ریاست د ماشومانو د اصلاح مرکز، حقوقي مرستو، د دولت قضایاوو امریتونو او د حقوقو مرستو غړیتوب ترلاسه کولو لپاره، د دغه ولایت  ازموینو په مرکز کې سیالۍ وکړې.

همداشان، د ننګرهار ولایت د کوچیانو تنظیم چارو ریاست اړوند د عبدالقادر کوچي لېسې امریت بست د ترلاسه کولو لپاره، ۱۳ تنو د دغه ولایت د شهید محمد موسی شفیق د ازموینو مرکز کې د تحریري (کمپیوټري) ازموینه ترسره کړه.