د ملکي خدمتونو ۱۲۳ بستونو لپاره سیالۍ ترسره شوې

یو زر او ۳۴۱ تنو داوطلبانو (۱۱۷۷ نارینه او ۱۶۴ښځینه) د ملکي خدمتونو ۱۲۳ لوړ رتبه، منځنۍ کچې مدیریت او ورودي کچې بستونو ترلاسه کولو لپاره، په (کابل) کې د فاطمې قادریان او روباټ جوړونکو نجونو او د ملکي خدمتونو انسټیټوټ، (خوست) کې د ملکې ثریا، (بلخ) کې د رابعه بلخي، (ننګرهار) کې د شهید محمد موسی شفیق او د هرات او بامیان ولایتونو د ازموینو په مرکزونو کې سیالۍ وکړې.

له یادې شمېرې ۱۷۵ تنو داوطلبانو (۱۶۳نارینه او ۱۲ښځینه) د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، کلیو پراختیا او بیارغاونې، شهیدانو او معلولینو، کار او ټولنیزو چارو، پوهنې وزارتونو، سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې، د کوچیانو چارو انسجام، د طبيعي پېښو پروړاندې مبارزې او چاپېریال ساتنې ملي ادارې ۲۹ بستونو ترلاسه کولو لپاره سیالۍ وکړې.

دغه راز، ۴۴۲ تنو داوطلبانو (۳۵۴ نارینه او ۸۸ ښځینه) د کورنیو چارو، عدلیې، پوهنې وزارتونو، د ستندرد ملي ادارې، د معلوماتو او احصایې ملي ادارې، د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د ۵۷ مدیریت کچې او ورودي کچې بستونو ترلاسه کولو لپاره سیالۍ وکړې.

په همدې توګه، ۷۲۴ داوطلبانو (۶۶۰ نارینه او ۶۴ ښځینه) په بامیان، بلخ، تخار، کندز، سمنګان، ننګرهار ، کونړ او هرات ولایتونو کې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ، عامې روغتیا، لوړو زده کړو کلیو پراختیا، شهیدانو او معلولینو، مالیې وزارتونو او ملي راډیو ټلویزیون اړوند،  ۳۷ منځنې کچې مدیریت او ورودي کچې بستونو ترلاسه کولو لپاره، سیالۍ وکړې.

>