د ملکي خدمتونو د ۱۶۲ بستونو د ګومارنې ازموینې ترسره شوې

د کابل، ننګرهار، هرات، بامیان، کندهار، خوست او بلخ ولایتونو د ازموینو په مرکزونو کې د ملکي خدمتونو د اتلسو ادارو د ولایتي او مرکزي ۱۶۲ بستونو ترلاسه کولو لپاره، یو زر او ۳۲۵ داوطلبانو د ګومارنې ازموینې ترسره کړې.

داوطلبانو د سیمه ییزه ارګانونو ، اوسپنې پټلۍ، د پلټنې عالي ادارې، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون، کليو پراختیا، اقتصاد، ښځو چارو، سرحدونو او قبایلو ، اوبو او انرژۍ، لوړو زده کړو، د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت، صنعت او سوداګرۍ، عدلیې ، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، پوهنې او د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو د لوړ رتبه، منځنۍ کچې مدیریت او ټیټ رتبه بستونو د ترلاسه کولو لپاره سیالۍ وکړې.

د دویم بست داوطلب محمد کریم وویل:« یواځې څو دقیقې یې وخت یې ونیولو چې د خوښې وړ بست ته انلاین غوښتنه وړاندې کړم. په ازموینه کې مې چې ګډون وکړ، کمپیوټري ازموینه مې له څه چې اټکل کاوه، ښه وه.»

د حسن امیري په نوم بل ګډونوال وايي: « دازموینې په دوه پړاوونو کې مې چې ګډون وکړ، یواځې د مسلکي پوهې، عمومي معلوماتو او د افرادو په وړتیاوو ټینګار وو.»