د ملکي خدمتونو ۱۶ بستونو لپاره رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د کابل او بلخ ولایتونو د ازموینو په مرکزونو کې د ملکي خدمتونو ۱۶ بستونو لپاره ۱۷۰ تنو سیالۍ وکړې.

 د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست ترلاسه کولولپاره  ۳۰ تنو داوطلبانو د فاطمې قادریان او رباټ جوړونکو د ازموینو په مرکز کې په کمپیوټري ازموینه کې ګډون وکړ.

دغه راز، ۱۱۴ تنو نورو داوطلبانو د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټیټ رتبه او منځنۍ کچې مدیریت د یوولسو بستونو  او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د کار شناسۍ یو بست د ترلاسه کولو لپاره، د ملکي خدمتونو انسټیټوټ د ازموینو په مرکز کې په ازموینو کې ګډون وکړ.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون لپاره د معلوماتو ملي مرکز امریت، د ادارې او روزنې پراختیا امریت، د دندو د تصنیف او تحلیل عمومي مدیریت، د دیتابیس او سوانحو عمومي مدیریت، د جندر له پالیسیو څخه د څارنې عمومي مدیریت، د ټاکنو مجلې مدیریت، د کورنیو او بهرنیو شبکو عمومي مدیریت، د عامه پوهاوي ښوونکی، د روزنې ریاست ښوونکی، د ټاکنیزوکړنلارو او مقررو د جوړولو او طرحه کولو کار پوه او د پلان د توحید او تحلیل کارپوه  بستونه پکې شامل وو.

په همدې توګه، ۲۶ تنو نورو د بلخ ولایت عدلیې ریاست  او د دغه ولایت کشندې، دولت اباد او کلدار ولسوالیو د حقوقو مدیریت بستونو کې د غړیتوب ترلاسه کولو لپاره د بلخ ولایت د ازموینو په مرکز کې ګډون وکړ.