د ملکي خدمتونو ۱۸۶ بستونو الکترونیکي ازموینه ترسره شوه

د تېرو لسو په ترڅ کې، د ملکي خدمتونو منځنۍ کچې مدیریت او ورودي کچې ۱۸۶ بستونو ترلاسه کولو لپاره دوه زر او ۴۱۸ تنو په کابل کې فاطمې قادریان او د ملکي خدمتونو انسټیټوټ، هرات کې د ګوهر شاد بېګم، خوست کې د ملکې ثریا، بلخ کې د رابعه بلخي، ننګرهار کې د شهید محمد موسی شفیق، پکتیا کې د پکتیس او په هلمند کې د عبدالرووف بېنوا د کمپيوټري ازموینو مرکزونو کې سیالۍ وکړې.

دغو داوطلبانو د انرژۍ خدمتونو چارو تنظیم، اوبو چارو تنظیم، تخنیکي او مسلکي تعلیماتو، د افغانستان اوسپنې پټلۍ، پلټنې عالي ادارې، لوړو زده کړو، کرنې اوبو لګولو، کانونواو پټرولیم، ټولګټو، ښار جوړولو او ځمکې وزارتونو او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د مرکزي او ولایتي بستونو ترلاسه کولو لپاره سیالۍ وکړې.

دغه ازموینې په یو پړاویز او دوه پړاویز ډول ترسره شوې چې ډېری بستونه یې تغییر پروګرام کې شامل وو.