د ملکي خدمتونو ۲۳ بستونو لپاره د ګومارنې ازموینې ترسره شوې

د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې، په کابل کې د کمپيوټري ازموینو په مرکزونو کې ۲۰۶ تنو داوطلبانو د لوړ رتبه، منځنۍ کچې مدیریت او د ملکي خدمتونو وردوي کچې بستونو د ترلاسه کولو لپاره سیالۍ وکړې.

د ګومارنې ازموینې، د کوید ۱۹ ناروغۍ خپرېدو مخنیوي، روغتیايي تدابیرو ته په پام ، ټولنیز واټن ساتلو، ماسک اچولو، دستکلو اغوستو او د ازموینو مرکزونو له ضد عفوني کولو سره ترسره شوې.

۴۸ تنه داوطلبان چې(۴۵نارینه او ۳ ښځې) وې ، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې اړوند د هرات ولایت مالي او اداري ریاست، د تخار او کندهار ولایتونو د بشري سرچینو ریاستونو، د ښځو چارو وزارت اقتصادي چارو سلاکار او د لوی څارنوالۍ معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د ترلاسه کولو لپاره یې په رقابتي ازموینه کې ګډون وکړ.

په همدې توګه، ۱۵۸ تنو نوماندانو د مالیې وزارت، اطلاعاتو او فرهنګ، عامې روغتیا وزارتونو، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون او د طبي عالي شورا ادارې د منځنۍ کچې مدیریت او د ورودي کچې ۱۸ بستونو ترلاسه کولو لپاره په رقابتي ازموینه کې ګډون وکړ.