د ملکي خدمتونو ۲۹ بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه

د ملکي خدمتونو پنځو ادارو لوړ رتبه، د منځنۍ کچې مدیریت او ټیټ رتبه ۲۹ بستونو کمپیوټري ازموینه ترسره شوه.

۳۷ تنو داوطلبانو د کډوالو چارو وزارت اړوند، په اندونیزیا کې د کډوالو چارو اتشې، د ایران په زاهدان ښار کې د کډوالو چارو اتشې او پاکستان کې د کډوالو چارو اتشې بستونو، د علومو اکاډمۍ د پلان او پالیسۍ ریاست او د طبیعي پېښو پروړاندې مبارزې ادارې مالي او اداري ریاست د ترلاسه کولو لپاره د فاطمې قادریان او روباټ جوړونکو نجونو ازموینو مرکز کې په کمپيوټري او تقریري ازموینه کې ګډون وکړ.

په همدې توګه، ۱۰۵ تنو د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو  خپلواک کمېسیون اړوند د ازموینو د منځپانګې جوړولو او څېړنو کار پوه، (د ښې حکومتوالۍ وړتیاوو) د ازموینو د منځپانګې جوړولو او څېړنو کارپوه ( مدیریتي وړتیاوو) د ازموینې د منځپانګې جوړولو او څېړنو کار پوه (اساسي وړتیاوو) د سازماني پراختیا کار پوه (تخصصي وړتیاوو)، د پلټنې عالي ادارې اړوند د مرکزي بودیجوي ادارو پلټوونکي، د ښاروالیو پلټوونکي، د چاپېریالي کړنو پلټوونکي، (۳ بست) د چاپېریالي کړنو پلټوونکي (۴بست) او د بهرنیو مرستو پلټوونکي، همدا شان د عدلیې وزارت اړوند د جبل السراج ولسوالۍ د حقوقو مدیر، د سالنګ ولسوالۍ د حقوقو مدیر او د سید خیلو ولسوالۍ د حقوقو مدیر بست د ترلاسه کولو لپاره  په کابل کې د ازموینو مرکزونو کې په تحري او تقریري ازموینو کې برخه واخیسته.

دغه راز، ۳۰ تنو د کندهار ولایت ماليې ریاست د مالیه ورکوونکو د څېړنو امریت، د کوچنیو مالیه ورکوونکو مدیریت او د تادیاتو عمومي مدیریت ترلاسه کولو لپاره د یاد ولایت د ازموینو مرکز کې ازموینه ترسره کړه.

په همدې حال کې،  ۹۳ تنو د ننګرهار ولایت عدليې ریاست د ښاري څارنې امریت، پوهنې ریاست اړوند کامې ولسوالۍ لېسې امریت څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره د شهید محمد موسی شفیق د ازموینو مرکز کې په کمپیوټري ازموینه کې ګډون وکړ.

همدا شان، د بامیان  ولایت مالیې ریاست اړوند د خدماتو او عوایدو سیستم مدیریت،د کهمرد ولسوالۍ د عوایدو مدیریت او د مالیه ورکوونکو څېړلو عمومي مدیریت د ترلاسه کولو لپاره د یاد ولایت د ازموینو مرکز کې په سیالۍ کې برخه واخیسته.

او د هرات ولایت د ازموینو په مرکز کې هم ۱۹ تنو د سید محمد قناد د نسوانو امریت، د ریفال امریت او مار اباد لېسو امریت د ترلاسه کولو او د بلخ ولایت د رابعه بلخي د ازموینو په مرکز کې ۱۲ تنو داوطلبانو د عدلیې ریاست اړوند د چمتال ولسوالۍ د حقوقو مدیریت څوکۍ ترلاسه کولو لپاره په کمپیوټري ازموینو کې برخه واخیسته.