د ملکي خدمتونو ۳۶ بستونو لپاره کمپیوټري ازموینه ترسره شوه

په شرایطو برابر ۲۴۲ تنو د ملکي خدمتونو ۳۶ بستونو ترلاسه کولو لپاره په مرکز کې د فاطمې قادریان او روباټ جوړونکو نجونو د ازموینو مرکز او د ملکي خدمتونو انسټیټوټ ازموینو مرکز کې د ګومارنې په ازموینو کې ګډون وکړ.

نوماندانو د عامې روغتیا، کار او ټولنیزو چارو، مالیې، کانونو او پټرولیم، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د منځنۍ کچې مدیریت او ورودي کچې بستونو ترلاسه کولو لپاره سیالۍ وکړې.