د ملکي خدمتونو ۳۷ بستونو لپاره ازموینې واخیستل شوې

د کابل، ننګرهار، بلخ، هرات او کندهار ولایتونو د ازموینونو په مرکزونو کې د ۱۰ ملکي خدمتونو ادارو د مرکزي او ولایتي ۳۷ بستونو کمپیوټري (تحریري ) ازموینې واخیستل شوې.

په کابل کې د ملکي خدمتونونو په انسټیټوټ کې د معلوماتو او احصایې ملي ادارې، د کوچیانو د انسجام د چارو ادارې، د اوبو او انرژۍ وزارت، اطلاعاتو ته د لاس رسي کمېسیون، د پوهنې وزارت، د پلټنې عالي ادارې، د ترانسپورټ او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو د ټیټې رتبې او منځنۍکچې مدیریت بستونو د ترلاسه کولو لپاره ۳۳۷ تنو داوطلبانو سیالۍ وکړې.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې بستونه:

د عوایدو امر، د پراختیايي بودیجې کار پوه، د عادي بودیجې کار پوه، د ولایتونو د لګښتونو د حواله جاتو کار پوه، د لګښتونو او حواله جاتو کار پوه، د شکایتونود څېړلو کار پوه، د عوایدو کار پوه، اداري مفتش، له دولتي ادارو سره د همغږۍ کار پوه او د پلان طرحه کولو کار پوه.

د کوچیانو د انسجام چارو د ادارې بستونه:

د ستراتېژۍ او پالیسي کار پوه، د بودیجې عمومي مدیر او مالي او اداري عمومي مدیر.

د اوبو او انرژۍ وزارت بستونه:

د حاضرۍ عمومي مدیر، د تعرفو د تخنیکي ارزونې کار پوه، د اوبو د حقوقي چارو متخصص، د عامه او خصوصي مشارکت متخصص، د اوبو عالي شورا د دارالانشاء عمومي مدیر.

اطلاعاتو ته د لاس رسي کمېسیون بستونه:

له ولایتونو سره د اړیکو امر او د څارنې او ارزونې امر.

د پوهنې وزارت بستونه:

د پلان عمومي مدیر او د انجنییرۍ غړی.

د پلټنې عالي ادارې بستونه:

د ودانېزو چارو څېړونکی او د معلوماتي ټکنالوژۍ امر.

د ټرانسپورټ وزارت بستونه:

د کورني تفتیش امر.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت بستونه:

د ودانیزو چارو انجنییر، اجراییه سکرتر، د هنر له خصوصي مؤسسو سره د اړیکو د څېړلو او اړیکو کار پوه، د ویبپاڼې عمومي مدیر  اوانجنییر .

دغه راز، ۱۹ تنو د کندهار ولایت د ازموینو په مرکز کې د دغه ولایت د لوړو زده کړو ریاست اړوند د ساتنې او څارنې مدیریت، مالي امریت او بهرنیو اړیکو امریت د ترلاسه کولو لپاره سیالۍ وکړې.

همدا شان، د ننګرهار ولایت د شهید محمد موسی شفیق د ازموینو په مرکز کې ۲۸ تنو د کامې، کوټ او کوز کونړ ولسوالیو د حقوقو مدیریت غړیتوب د ترلاسه کولو لپاره په کمپیوټري (تحریري) ازموینه کې ګډون وکړ.

په همدې توګه د بلخ ولایت د رابعه بلخي د ازموینو په مرکز کې څلورو تنو نوماندانو د دغه ولایت عدلیې ریاست د عامه شتمنیو د ملاتړ او تشخیص مدني کمېټې غړیتوب د ترلاسه کولو لپاره سیالۍ وکړې او  درې تنو نورو داوطلبانو بیا د هرات ولایت عامې روغتیا ریاست د بشري سرچینو عمومي مدیریت ترلاسه کولو لپاره په سیالۍ کې برخه واخیسته.