د ملکي خدمتونو ۴۱ لوړ رتبه بستونو لپاره ۵۸۷ تنو داوطلبانو سیالۍ وکړې

د ملکي خدمتونو لوړ رتبه بستونو ګومارنې ازموینه ۵۸۷ تنو داوطلبانو په شتون کې په کابل کې د فاطمې قادریان او روباټ جوړونکو نجونو د ازموینو مرکز کې ترسره شوه.

یادو داوطلبانو د کانونو او پټرولیم، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، ټولګټو، صنعت او سوداګرۍ، ترانسپورټ، اقتصاد، کلیو پراختیا او بیا رغاونې، کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارتونو، پلټڼې عالي ادارې، اوسپنې پټلۍ، معلوماتو او احصاییې، اټومي انرژۍ، زندانونو چارو تنظیم، چاپېریال ساتنې، بدني روزنې او ورزش ادارو، اداري فساد پروړاندې مبارزې کمېسیون او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون لوړ رتبه بستونو ترلاسه کولو لپاره سیالۍ وکړې.