د ملکي خدمتونو ۵۵۴ بستونو لپاره د کابل او ولایتونو ازموینو په مرکزونو کې زرګونو داوطلبانو سیالي وکړي

پېنځه زر او ۸۵۱ تنو داوطلبانو (۵۲۹۷ نارینه او ۵۵۴ ښځینه) د لوړ رتبه، منځنۍ کچې مدیریت او ورودي کچې ۵۵۴ بستونو ترلاسه کولو لپاره کابل کې د فاطمې قادریان او روباټ جوړونکو نجونو، ملکي خدمتونو انسټیټوټ، (خوست) کې د ملکې ثریا، (بلخ) کې د رابعه بلخي، (ننګرهار) کې د شهید موسی شفیق او د هرات، کندهار او بامیان ولایتونو د ازموینو په مرکزونو کې سیالۍ وکړې.

۱۳۰۰ تنو داوطلبانو (۱۲۴۹ نارینه او ۵۱ښځینه) د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، ترانسپورټ، کار او ټولنیزو چارو، ټولګټو، عدلیې، عامې روغتیا، مالیې، کرنې اوبولګولو او مالدارۍ، ارشاد حج او اوقافو، لوړو زده کړو، اوبو او انرژۍ، پوهنې، اقتصاد، اطلاعات او فرهنګ، کلیو پراختیا وزارتونو، اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون، پلټنې عالي ادارې، ستندرد ملي ادارې، لوی څارنوالۍ، مشرانو جرګې، سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، داوبو تنظیم چارو ادارې، احصایې او معلوماتوادارې، چاپېریال ساتنې ادارې او د طبیعي پېښو پروړاندې مبارزې ادارې د مرکزي لوړ رتبه او دویمو واحدونو لوړ رتبه، ۱۴۳ بستونو ترلاسه کولو لپاره سیالۍ وکړې.

دغه راز، څلور زر او ۵۵۱ تنو داوطلبانو (۴۰۴۸نارینه او ۵۰ ښځینه) د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، مالیې، کار او ټولنیزو چارو، ټولګټو، عدليې، عامې روغتیا، کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ، شهیدانو او معلولینو، ارشاد حج او اوقاف، لوړو زده کړو، اوبو او انرژۍ، کډوالو او راستنېدونکو، پوهنې، قومونو او قبایلو، ښځو چارو، کورنیو چارو، اقتصاد، اطلاعات او فرهنګ، کلیو پراختیا وزارتونو، لوی څارنوالۍ، پلټنې عالي ادارې، سیمه ییزو ارګانونو ادارې، اوسپنې پټلۍ، تخنیکي او مسلکي تعلیماتو، اوبو تنظیم چارو، احصایې او معلوماتو، چاپېریال ساتنې، کوچیانو چارو سمون، ملکي هوايي چلند، بدني روزنې او سپورټ، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون، د ټاکنو خپلواک کمېسیون او اطلاعاتو ته د لاس رسي کمېسیون مرکزي او ولایتي د منځنۍ کچې مدیریت او ورودي کچې مدیریت ۴۱۱ بستونو ترلاسه کولو لپاره سیالۍ وکړې.

نجیب الله صبا چې د غور ولایت اقتصاد ریاست بست ترلاسه کولو لپاره یې د سیالۍ په ازموینه کې برخه اخیستې، لومړنی کس دی چې د ازموینې له مرکز څخه راوځي، خوښ او راضي ښکاري. نوموړی وايي: «ترهغې مې چې ازموینه کې برخه نه وه اخیستې، په پروسه مې شک درلود او منفي لید لوری مې درلود، خو اوس مې چې دواړو ازموینو کې برخه واخیسته، په ډاګه شوه چې پروسه په بشپړ ډول شفافه ده».

احمد شکیل حازم، اقتصاد لوستی او د اقتصاد وزارت د طرحې او توحید ریاست ترلاسه کولو لپاره یې ازموینه کې برخه اخیستې او له دې وړاندې یې دوه ځلې ازموینه کې ګډون کړی. حازم سره له دې چې د ګومارنې پروسه ډېره شفافه، معیاري او د رضایت وړ بولي، خو له بریالي کېدو وروسته د ځینو ستونزو او حق تلفۍ څخه شکایت کوي. وايي:« سره له دې چې د ګومارنې بهیر هېڅ ستونزه نه لري او د چا حق پکې نه ضایع کېږي، په ځینو ادارو کې دوه ګونې تنخواګانې شته که چېرې د مسؤولینو دوست او اشنا پکې بریالی شي، لوړ معاش ورته اجراء کېږي او که بل څوک بریالی شي، نو ټیټ معاش ورته په پام کې نیول کېږي».

ښاغلی حازم د کمېسیون له مسؤولینو غواړي څرنګه چې د ګومارنې په پروسه کې لازم اصلاحات راغلي، د معاشاتو ستونزه دې هم حل کړي.

ناهید رحمتي د هرات ولایت څخه راغلې او د هرات ولایت اقتصاد ریاست بست ترلاسه کولو لپاره یې سیالۍ کې ګډون کړی.

اغلې رحمتي د دواړو ازموینو پوښتنې معیاري بولي. نوموړې هم د نورو په څېر په لومړیو کې د ګومارنې په پروسې باور نه درلود او حتی له دې وړاندې یې یو ځل ازموینه کې ګډون نه وو کړی. خو اوس یې چې پروسه له نږدې لیدلې او ازمیلې، نورو ته هم وړاندیز کوي چې د ملکي خدمتونو په بستونو کې د ګومارنې لپاره، یواځې په خپلې پوهې او وړتیاوو باور وکړي.