د ملکي خدمتونو ۹۹ بستونو کمپیوټري ازموینه ترسره شوه

سلګونو داوطلبانو د ملکي خدمتونو د لوړ رتبه، منځنۍ کچې مدیریت او وردوي کچې (پېنځمو او شپږمو) بستونو د ترلاسه کولو لپاره د کابل، بامیان، هرات، بلخ، ننګرهار، خوست او کندهار ولایتونو کې په کمپیوټري ازموینو کې ګډون وکړ.

۵۵ تنو د پلټنې عالي ادارې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون، د احصایې ملي ادارو او د اوبو او انرژۍ، کلیو پراختیا، کار او ټولنیزو چارو او د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو د لوړ رتبه بستونو ترلاسه کولو لپاره سیالۍ وکړې.

دغه راز، یو زر او ۲۰۰ تنو د مالیې، پوهنې، کرنې اوبو لګولو، کلیو پراختیا، عدلیې، اوبو او انرژۍ، کورنیو چارو، ټرانسپورټ، سرحدونو اوقبایلو چارو، لوړو زده کړو، ټول ګټو، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون، لوی څارنوالۍ، احصایې او معلوماتو، اوسپنې پټلۍ، چاپېریال ساتنې او د اټومي انرژۍ ادارو د ۹۲ منځنۍ کچې مدیریت او ورودي کچې بستونو د ترلاسه کولو لپاره سیالۍ وکړې.

داوطلبان وايي چې کمپیوټري ازموینو خلکو لپاره ډېر اسانتیاوې رامنځ ته کړې او د ملکي خدمتونو په پروسو باندې یې د دوی باور زیات کړی دی.