د ملکي خدمتونو ۹۹ بستونو کمپیوټري ازموینه ترسره شوه

د ملکي خدمتونو ۲۰ ادارو د لوړ رتبه، منځنۍ کچې مدیریت او  ورودي کچې ۹۹ بستونو کمپیوټري ازموینه ترسره شوه.

د پلټنې عالي ادارې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون، د معلوماتو او احصایې ملي ادارې، اوبو او انرژۍ، کلیو پراختیا، کار او ټولنیزو چارو او د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو  اووه لوړ رتبه بستونو لپاره ۵۵ تنو داوطلبانو په کمپیوټري ازموینه کې ګډون وکړ.

دغه راز، یو زر او ۲۰۰ تنو د مالیې، پوهنې، کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ، کلیو پراختیا، عدلیې، اوبو او انرژۍ، کورنیو چارو، ترانسپورټ، سرحدونو او قبایلو چارو، لوړو زده کړو، ټول ګټو، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون، لوی څارنوالي، د معلوماتو او احصایې ملي ادارې، د اوسپنې پټلۍ، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې  او د اټومي انرژۍ ادارې د ۹۲ منځنۍ او ورودي کچې بستونو ترلاسه کولو لپاره سیالۍ وکړې.

د یادو داوطلبانو له جملې ۱۱۸ تنه یې ښځې وې، کمپيوټري ازموینې یې د ملکي خدمتونو انسټیټوټ د ازموینو مرکز، د بامیان ولایت د ازموینو مرکز، د هرات ولایت د ازموینو مرکز، د بلخ ولایت رابعه بلخي ازموینو مرکز، ننګرهار کې د شهید موسی شفیق ازموینو مرکز، خوست کې د ملکه ثریا ازموینو مرکز او د کندهار د ازموینو په مرکز کې ترسره کړې.

سید حبیب شاه چې د خوست ولایت ملکه ثریا د ازموینو مرکز ته راغلی وايي چې کمپیوټري ازموینې د ګومارنې پروسو باندې د خلکو باور زیات کړی.

شهید الله خوست ولایت کې بل نوماند وايي:« په ولایتونو کې د ازموینو مرکزونو، نوماندانو لپاره ډېرې اسانتیاوې رامنځ ته کړې دي. اوس لازمه نه ده چې موږ ازموینې ترسره کولو لپاره کابل ته لاړ شو، کولای شو خپل ولایت کې ازموینه کې ګډون وکړو.»