د ملګروملتونو راپور: د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د عامه ادارې ظرفیتونه لوړ کړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ پلاوي په خپل نوي راپور کې په ملکي خدمتونو کې د اصلاحي اقداماتو په  برخه کې د پرمختګونو، الکترونیکي ګومارنې سیستم پراختیا، د ګومارنې بهیرونو شکایتونو څېړلو او ذاتي چارو، تقنیني اصلاحاتو، د انساني سرچینو مدیریت د معلوماتي سیستم پراختیا، د ولسمشر د اصلاحي لارښوونو تطبیق، د ملکي خدمتونو  کارکوونکو روزنې، په ملکي خدمتونو کې د ښځینه کارکوونکو زیاتوالي او نورو اصلاحي کړنو په اړه ویلي.

لیکوونکي په  ډاګه کړې: «په ټولیز ډول په ۲۰۱۹ کال کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون په اړه د ولسمشر د ۱۲۶ لارښوونو او فرمانونو او د وزیرانو شورا او قانون واکمنۍ مصوبو له تطبیق سره، دغه کمېسیون د عامه ادارې ظرفیتونه لوړ کړل».

د ملګروملتونو د استازولۍ دفتر په راپور کې، د انساني سرچینو مدیریت د معلوماتو سیستم پراختیا ته  په اشارې سره راغلي:«په پام کې ده چې دغه دیتابیس، د ملکي خدمتونو کارکوونکو په اړه د کره معلوماتو د ساتنې له لارې د ټولو کارکوونکو په اړه د شایسته سالارۍ له مخې د کار موندنې سیستم مخکې یوسي. کله چې د بشري او معلوماتي سرچینو مدیریت سیستم د تنخوا ګانو دورکړې له سیستم سره وصل شي، د مقاماتو او خیالي ښوونکو د لرې کولو زمینه  هم برابروي.»

دا په افغانستان  کې د اداري فساد پروړاندې د مبارزې په برخه کې د یوناما څلورم کلنی راپور دی چې د «فساد پرضد د افغانستان مبارزه: سولې او سوکالۍ لپاره اړینه» تر عنوان لاندې خپرېږي.