د مولانا جلال الدین محمد بلخي تالار بیا رغاونه وشوه

د مولانا جلال الدین محمد بلخي تالار چې د ملکي خدمتونو په انسټیټوټ کې دی، له بیا رغاونې وروسته، ګټې اخیستو ته چمتو شو.

دغه تالار چې په ۱۳۸۵ کال کې جوړ شو، وروستیو کلونو کې  یې د سمې او پام وړ کار اخیستو لپاره، بیارغاونې او نوي کولو ته یې اړتیا لرله.

د دیوالونو رنګول، زینه کې د تېږو نښلول، د ودانۍ مخ کې چپس کاري، د غږیز او مرکز ګرمۍ سیستمونو جوړول، د ودانۍ د ننه تزییناتو نوي کول او یو شمېر نور بدلونونه، د مولانا جلال الدین محمد بلخي تالار بیا رغاونې کار له برخو وو چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون لخوا ترسره شول.

د دې په خواکې، د ملکي خدمتونو په انسټیټوټ کې د کمپیوټري ازموینو مرکز جوړول، دیوالونو جوړول، زیرمو جوړول، د چمنونو او ګلانو کرل، ونو خښول، د پلیو لارو او سړکونو د بیارغاونې پروژې تطبیق شوې دي.