د ننګرهار، کندوز او کندهار ولایتونو ورزشي ریاست

د ملکی خدمتونو تعییناتو بورډ د د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست( ۳ دویم رتبه) بستونه د وړ کارکوونکو د ګومارنې په موخه، د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري.

وړغوښتونکي کولای شي چې، خپل غوښتنلیکونه په انلاین ډول د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون ویبپاڼې (www.iarcsc.com ) له لارې راواستوي.

د ِغوښتنې پرمهال د خوښې وړ بست د کوډ شمېره له لاندې جدول څخه کاپي کړئ او په اړوند فورم کې یې ځای پر ځای کړئ.

شمېره   د بست سرلیک       د بست کوډ
۱ د ننګرهار ولایت ورزشي ریاست ۰۵۳۴-۶
۲ د کندوز ولایت ورزشي ریاست ۰۵۳۶-۵
۳ د کندهار ولایت ورزشي ریاست ۰۰۶۸-۸

 

 

د بست ځانګړنې :

د بست سرلیک:                  د ننګرهار، کندوز او کندهار ولایتونو ورزشي ریاست

بســــت:                           دویم

وزارت/اداره:                       د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست

د بست ځای:                    اړوند ولایت

د بست شمېر:                   (۳)

راپور ورکول :                     د بدني روزني او سپورت عمومي ریاست

راپور اخیستل:                   تر لاس لاندې کارکوونکي  (تشکیلاتي جوړښت سره سم )

د اعلان د خپرېدو نېټه:        ۲۱/۴/۱۴۰۰ تر ۲/۵/۱۴۰۰

 

د دندې موخه :

د ولایت په کچه د ادارې د ټاګل شویو موخو د ترسره کولو به موخه د ورزش مدیریت، پراحتیا، وده او د بېلابېلو ورزشي پروګرامونو جوړول.

 

د دندې واکونه او مسولیتونه:

د بست تخصصي دندې:

  1. د نارینه و او ښځینه و ترمنځ د ملي او دودیز ورزش د پراختیا په موخه د اغېزمن مېکانېزم جوړول.
  2. د ورزشي سامانونو او لوازمو د پلان چمتو کول او د اړتیا وړ لوازمو د چمتو کولو په موخه یې مرکزته استول.
  3. د سيپورټ د مادي ودې لپاره د بنسټونو او ملي سوداګرو د جلب اوجذب په موخه د مناسبو لارو لټول
  4. ټولو اړوندو څانګو ته د رهبرۍ د پرېکړو ابلاغ او روڼتیا په موخه د هغوی د اجرراتو راپور احېستل
  5. د مسلکي مهارتونو وړتیا لوړولو او د سالم ورزشي سیالۍ کولو په موخه د ورزشي لوبو جوړول
  6. د ورزشکارانو او د ورزش مینه والو لپاره د وړ چاپېریال جوړول او د ورزشي ځایونو پراختیا او بیارغاونه.

د بست مدیریتي او اجراییوي دندې:

 

  1. د ادارې استراتیېژیکي موخو تر لاسه کولو لپاره، عمومي پلان سره سم، میاشتني درې، میاشتني او کلني کاري پلان چمتو کول.
  2. د اړوند ریاست د کاري پلان پر بنسټ د بودیجوي اړتیاوو تشخیص او وړاندیز.
  3. په اړونده کاري ساحه کې د افغانستان د سولې، ملي پراختیا او د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ملي استراتېژۍ د موخو او پروګرامونو تر سره کول.
  4. د اړوندې ادارې پالیسیو او مالوماتو ته د لاسرسۍ قانون په پام کې نیولو سره، دولتي ادارو کې دننه، مدني ټولنو، رسنیو، او د هیواد وګړو ته په وخت سره د مالوماتو وړاندې کولو مشري کول.
  5. کاري ساحه کې، د اداري اجرااتو قانون، د ښځو اوماشومانو ځورونې او اذیت د مخنیوي قانون، او د چلند لارې مقررې پلي کولو او مراعتولو څخه ډاډ تر لاسه کول.
  6. لاس لاندې کارکوونکو ته د ورکشاپونو، سیمینارونو په دایرولو سره او د کار په ترڅ کې د روزنې له لارې د مسلکي مهارتونو لیږدول.
  7. د اړونده څانګې فعالیتونو او لاسته راوړنو میاشتني، درې میاشتني، کلني او د اړتیا په وخت کې د راپورنو وړاندې کول.
  8. تر لاس لاندې کارکوونګو ته د چارو د غوره ترسرکولو، د اغېزمنتیا لوړولو اود زده کړه ییزو اړتیاوو د ټاګلو په موخه د کارکوونکو د اجرااتو ارزونه.
  9. د ادارې موخو، قوانینو او مقررااتو سره سم د ټولو هغو دندو تر سر کول، چې د چارواکو له خوا سپارل کېږي.

د همغږۍ دندې:

۱-د لارښوونو، تخنیکي ملاتړ، حکمونو، پالیسيګانو او اجرائیوي پلان اخېستو په موخه له مرکز سره د اړیکو تامینول.

۲ـ د ورزشي لوبو جوړولو په موخه له ورزشکارانو او ورزشي فدراسیونونو سره همغږي کول.

د ادارې د ټاکل شویو موخو څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه، د اړوند ریاست او نورو اړوندو څانګو سره همغږي کول

 

……………………………………………………………………………………………………………………………………………

د ګمارنې شرایط ( د زده کړې کچه او کاري تجربه):

د دندې دغه لایحه د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون ۷، ۸ او ۳۴ موادو په پام کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو پربنسټ جوړه شوې ده

 

  1. د زده کړې کچه:       لږ تر لږه په دې څانګو کې د لیسانس په کچه د زده کړې سند ولري: بدني روزنه او سپورټ، انفرادي سپورټ، ټولنیز سپورټ، ورزشي طب، اقتصاد، عامه اداره، سوداګرۍ اداره، عمومي مدیریت، حقوق، او عامه پالیسي.   په یادو برخو کې تر دې په لوړه کچه سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کیږي.

 

۲- کاري تجربه:اړونده کاري مخینه ( مدیریت، مسلکي او یا د مدیریتي او تخصصي تجربې ترکیب  او یا هم په یاد بست کې، د موخو  دندو، واکونو او مسولیتونو په برخه کې د شرح شویو اړونده مخینو درلودل.

لږ تر لږه لیسانس لپاره درې کاله، ماسټر لپاره دوه کاله، او دوکتورا لپاره یو کال کاري مخینه په پام کې نیول شوې ده.

اړین مهارتونه:

  1. د هیواد په یوې رسمي ژبې ( پښتو یا دري) او انګلیسي ژبه برلاسی وي.
  2. د دندې اړوند کمپیوټري پروګرامونو کې مهارت درلودل؛

هڅوونکي موارد:

۱ . د معلولیت لرونکو وګړو د ګومارنې طرزالعمل مطابق، درېیم  او څلورمو بستونو لپاره (۵)  او لومړي او دویمو بستونو لپاره (۳) امتیازې نومرې .

۲ . د ګومارنې طرزالعمل مطابق ښځو ته (۵) امتیازې نومرې

 

د درخواستي فورمې د بشپړولو لارښود