د ننګرهار ولایت د ښاروالۍ عوایدو،محاسبې او اداري چارو ریاست

 

د ملکي خدمتونو ټاکنو بورد، د محلي ارګانونو خپلواکې ادارې دویمه رتبه ( یو بست ) د وړ کارکوونکو ګمارنې په موخه د آزادې سیالۍ له لارې دویم ځل اعلان ته سپاري.

په شرایطو برابر لیوال وګړي کولی شي چې خپل غوښتنلیکونه په انلاین توګه د اداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو خپلواک کمیسون له ویبپاڼې څخه د (www.iarcsc.com ) لینک له لارې راولیږي.

د غوښتنې پر مهال د یاد بست د کوډ شمېره له لاندې برخې څخه کاپي او د فورم په اړونده برخه کې یې درج کړی.

 

شمېره د بست سرلیک د کوډ شمېره
۲ د ننګرهار ولایت د ښاروالۍ عوایدو،محاسبې او اداري چارو ریاست ۰۰۷۲
 

د بست ځانګړنې :

د بست سرلیک              : د ننګرهار ولایت د ښاروالۍ عوایدو،محاسبې او اداري چارو ریاست

بســــت :                      : دویم

وزارت/اداره                     : د محلي ارګانونو خپلواکه اداره

اړونده څانګه                    : ښاروالۍ

د بست شمېر                 : (۱)

د بست ځای                   : اړوند ولایت

گزارشدهی به                  : ښاروال

گزارشگیری از                  : لاس لاندې کارکوونکي (تشکیلاتي جوړښت سره سم)

د پیل او پای نېټه              : ۰۵/۱۲/۱۳۹۸ تر ۱۲/۱۲/۱۳۹۸

 

…………………………………………………………………………………………………………………………………

د دندې موخه: د مالي خدمتونو اداره او مشري کول، د ښاروالیو مالي محاسباتو او عوایدو راټولول، او د هیواد نافذه قوانینو او ګړنلارو پر بنسټ د ښاروالۍ اداري چارو کنټرول او تنطیمول.

……………..………………………………………………………………………………………………

د دندې واکونه او مسولیتونه:

  1. د ادارې استراتیژیکي موخو ترلاسه کولو لپاره، عمومي پلان سره سم میاشتني، درې میاشتني، او کلني کاري پلان ترتیبول او چمتو کول.
  2. د ښاروالۍ کاري برنامو او موخو تر سره کولو لپاره د پریکړو کول او د ښاروالۍ اړونده ادارې ته د مسلکي مشورو وړاندې کول.
  3. ښاروالۍ کې په بیلابیلو کچو د کارکوونکو د کړونو ارزولو او کنټرولو لپاره، د بشپړ سیستم رامنځته کولو څخه ډاډ تر لاسه کول.
  4. په اړونده برخو کې، د ښاروالیو اداري او تدارکاتي غوره خدمتونو وړاندې کولو څخه کنټرول او څارنه کول.
  5. په ښاروالیو کې د اداري سیستم ښه والي په موخه، د ښاروالیو ملکیتونو، اداري کړنلارو، اومیکانیزمونو طرح کولو او پلي کولو څخه ډاډ تر لاسه کول.
  6. د اراضي ادارې سره په همغږۍ، په ښار کې د املاکو ثبتولو څخه ډآډ تر لاسه کول او د ښاروالۍ اړونده ښاریانو ته د صفایۍ کتابچې توزیع کولو زمینه چمتو کول.
  7. د ښاروالۍ مالي کړنلارو کنټرول او ارزونې لپاره د ښاروالۍ، عوایدو، بودیجې، او حسابدارۍ بشپړ مالي سیستم رامنځته کولو څخه ډاډ تر لاسه کول،
  8. د مالي او عوایدو بشپړ مالوماتو تنظیم او همغږۍ لپاره د سیستم طرح کولو او پلي کولو کې د مشورو وړاندې کول چې، د ښاروالۍ د ټولو کچو مالي پایلو تفسیر کوونکی وي،
  9. اړونده څانګو کې د غوره مالي او حسابي خدمتونو وړاندې کولو څخه کنټرول او څارنه کول.
  10. د ښاروالۍ کلني مالي او حسابي قوانینو او ګړنلارو پر بنسټ، د مالیې تادیاتي اسنادو قانوني طی مراحلو څخه ډآډ تر لاسه کول.
  11. د ښاروالۍ پخوانۍ او اوسنۍ سنواتو تصفیه او تر تحصیل لاندې راوستو څخه ډاډ تر لاسه کول.
  12. اړونده ساحو څخه د راغلو لګښتونو او عایداتي راپورنو پلټل او څارنه کول. او د ښارواليو معینیت ته د درې میاشتني راپورونو وړاندې کول.
  13. د ښاروالیو عادي او پراختیايي بودېحې ارزول، او د لګښنت او نه لګښت څخه یې مراقبت کول.
  14. د ښاروالیو عوایدو راټولو لپاره د آسانه کړنلارو طرح کولو او پلي کولو څخه ډاډ تر لاسه کول. او د ښاروالیو عایداتي او تدارکاتي مدیریتي چارو لپاره د شفاف او حساب ورکوونکي سیستم رامنځته کول او پلي کول.
  15. د اړوند ریاست کلني پلان پر بنسټ، د بودیجوي اړتیاوو مالومول او وړاندیزول.
  16. کاري ساحه کې د افغانستان د سولې او ودې ملي استراتېژۍ پروګرامونو او د فساد پر وړاندې د مبارزې ملي استراتېژۍ د موخو ترسره کول.
  17. د اړونده ادارې پالیسیو او اطلاعاتو ته د لاسرسی قانون د موخو په پام کې نیولو سره، هیوادوالو، رسنیو، مدني ټولنو، او دولتي ادارو ته په وخت سره د مالوماتو مشري کول او وړاندې کول.
  18. په کاري ساحه کې، د اداري اجرااتو قانون، د ښځو اوماشومانو ځورونې او اذیت د منعې قانون، او د سلوک دول مقررې پلي کولو او مراعتولو څخه ډاډ تر لاسه کول.
  19. لاس لاندې کارکوونکو ته د ورکشاپونو، سیمینارونو په دایرولو سره او د کار په ترڅ کې د ښوونې له لارې د مسلکي مهارتونو لیږدول.
  20. په ښه توګه د کار تر سره کولو، هڅونې رامنځته کولو، اغیزمنتیا لوړولو، د ښوونیزو اړتیاوو تعینولو، او د وړتیا لوړولو په موخه، د لاس لاندې کارکوونکو د کړنو ارزول.
  21. د ادارې مشرتابه د خبرولو په موخه، د اړونده څانکې له کړنو او لاسته راوړنو څخه میاشتني، درې میاشتني، کلني او د اړتیا په وخت د راپورونو وړاندې کول.
  22. د ادارې موخو، مقرراتو او قوانینو سره سم د ټولو هغو دندو تر سره کول چې د واک لرونکو مقاماتو له خوا سپارل کېږي.

——————————————————————————————————————————

د ګمارنې شرایط ( د زده کړې کچه او کاري تجربه):

د دندې دغه لایحه د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون ۷، ۸ او ۳۴ موادو په پام کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو پربنسټ جوړه شوې ده.

  1. لږ تر لږه په یادو رشتو کې د لیسانس په کچه د زده کړې اسناد ولري: اقتصاد، مالي مدیریت، اداره او تجارت، عامه پالیسي، عامه اداره، حقوق، لوی مدیریت، ACCA, CA، حکومتولي او یا نورې ارونده رشتې؛ په یادو رشتو کې تر دې په لوړه کچه سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.
  2. اړونده کاري مخینه ( د مالي یا حسابداري، بودیجې تنظیمولو یا اداري ورته مدیریتي او تخصصي دندې او یا هم په یاد بست کې، د موخو دندو، واکونو او مسولیتونو په برخه کې د شرح شویو اړونده مخینو درلودل ) د لسانس لپاره درې کاله، ماسټر لپاره دوه کاله او دوکتورا لپاره یو کال کاري مخینه په پام کې نیول شوې ده .
  3. د هیواد په یوې رسمي ژبې برلاسی ( پښتو یا دري) او په انګلیسي ژبه ( لیکلو او خبرو کولو ) سره بلدتیا.
  4. د دندې اړوند کمپیوټري پروګرامونو کې مهارت درلودل.

………………………………………………………………………………………………………………………………………..

د اړینو پاڼو او اسنادو د تسلیمي لارښود