د ننګرهار ولایت د کمپیوټري ازموینو په مرکز کې د ملکي خدمتونو څلورو بستونو لپاره ۲۴ تنو سیالي وکړه

د ننګرهار ولایت عدلیې ریاست د حقوقو مسلکي غړیتوب د څلورو بستونو لپاره ۲۴ تنو داوطلبانو په کمپيوټري ازموینه کې ګډون وکړ.

په ننګرهار ولایت د شهید محمد موسی شفیق د کمپيوټري ازموینو او په نورو ولایتونو کې د کمپیوټري ازموینو مرکزونه، په پرمختللې ټکنالوژۍ سمبال او په کابل کې د ازموینو له عمومي مرکز سره وصل او څارل کېږي.

ازموینې د ننګرهار ولایت غني خیلو، بټي کوټ، اچین او بهسود ولسوالیو د حقوقو د مسلکي غړیتوب لپاره وې.

د ازموینې برخوال وايي چې د ملکي خدمتونو د تعییناتو په برخه کې، کمپيوټري ازموینې د انساني لاسوهنې مخنیوی کوي او د ګومارنې کیفیت، شفافیت او د ازموینې چټکتیا تضمینوي.

د ازموینو په ولایتي مرکزونو کې برخوال، کاروونکي نومونه (یوزر نېم)، پاسورډونه او پوښتنې په کابل کې د ازموینو عمومي مرکز څخه ترلاسه کوي، چې د ازموینې له پیل کېدو سره سم، د ازموینې بهیر له یوې څارونکې خونې، څارل کېږي. د ازموینې برخوال له ازموینې وروسته ډېر ژر خپلې پایلې ترلاسه کوي.