د ننګرهار ولایت ورزشي ریاست

د ننګرهار ولایت ورزشي ریاست

د ملکي خدمتونو تعییناتو بورډ د بدني روزنې او سپورټ ریاست یو دویمه رتبه بست د وړ کارکوونکو ګومارنې لپاره بیارقابتي اعلان ته سپاري.

په شرایطو برابر لیوال غوښتونکي کولی شي چې خپل غوښتونلیکونه په انلاین توګه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون ویپاڼې څخه (www.iarcsc.com ) دلینګ له لارې راولیږي.

د غوښتنې پر مهال د یاد بست   شمېره له لاندې برخې څخه کاپي او د فورم په اړونده برخه کې یې درج کړی.

 شماره د بست سرلیک بست شمېره
۴ د ننګرهار ولایت ورزشي ریاست ۰۵۳۴-۵

د بست مشخصات:

د بست عنوان:                     د ننګرهار ولایت ورزشي ریاست

بســــت:                         دویم

وزارت/اداره:                      د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست

د بست موقعیت:                  اړونده ولایت

بستونو شمېر:                 (۱)

راپور ورکول :                  بدني روزنې او سپورټ عمومي رییس

راپور اخیستل له:                  تشکیلاتي جوړښت سره سم اثرلاندې کارکوونکو څخه

د اعلان د خپرېدو او پای نېټه:          ۲۱/۰۲/۱۴۰۰ الی ۳۰/۰۲/۱۴۰۰

د دندې موخه: مدیریت، پراختیا، وده، د سپورټ پراختیا او د ولایت په کچه د ادارې د ټاکل شويو موخوعملي کولو لپاره د غوره پروګرامونو طرحه.

…………………………………………………………………………………………

صلاحیتونه او وظیفوي مسؤولیتونه:

تخصصي دندې:

۱. د نارینه او ښځینه وو ترمینځ د ملي او عنعنوي لوبو د ودې لپاره د اغېزمن میکانیزم جوړول؛

۲. د سپورټي تجهیزاتو او توکو پلان چمتو کول او مرکز ته یې د اړتیاوو پوره کولو په موخه لېږل؛

۳. د سپورټ مادي بنسټ پیاوړتیا لپاره د ملي سوداګرو او بنسټونو جلب او جذب لپاره د زمینو برابرول؛

۴. ټولو اړوند څانګو ته د مشرتابه پریکړو ابلاغ او د شفافیت تامین په موخه د دوی له اجرااتو د راپور اخیستل؛

۵. د ورزشکارانو ترمینځ د مسلکي مهارتونو لوړولو لپاره د سپورټي سیالیو جوړول؛

 ۶.ورزشکارانو او سپورت مینه والو ته د سپورټي شرایطو اسانه کولو لپاره د سپورټي ځایونو نوي کول او پراختیا؛

  • د بست مدیریتي او اجراییوي دندې

۷. عمومي پلان سره سم د ادارې ټاکل شویو موخو ته رسېدو لپاره، میاشتني، درې میاشتني او کلني کاري پلان ترتیبول؛

۸. د اړوند ریاست کلني پلان له مخې، د بودیجوي اړتیاوو تشخیص او وړاندیز؛

۹. اړونده کاري ساحه کې د افغانستان ملي پراختیا سولې ستراتيژۍ  او اداري فساد پروړاندې مبارزې په برخه کې د پروګرامونو د موخو عملي کول؛

 ۱۰. معلوماتو ته د لاسرسي قانون او اړونده ادارې پالیسۍ په پام کې نیولو سره، په دولتي ادارو کې د ننه د غوښتل شویو معلوماتو رهبري؛

۱۱.  په اړونده کاري ساحه کې د اداري اجرااتو قانون، د ښځو او ماشومانو د ازار او اذیت قانون او د سلوک ډول مقررې له تطبیق څخه د ډاډ ترلاسه کول او رعایت؛

 ۱۲. اثر لاندې کارکوونکو ته د ورکشاپونو، سیمینارونو او کار پرمهال روزنو له لارې د مسلکي مهارتونو لېږد؛

 ۱۳. د اثر لاندې کارکوونکو د اجرااتو ارزونه د فعالیتونو، کړنو او موثریت زیاتوالي، د روزنیزو اړتیاوو ټاکل او ظرفیت لوړول؛

 ۱۴. د مشرتابه خبرتیا لپاره له اړوند برخې  له لاسته راوړنو د میاشتنۍ، ربعوار او کلني راپورونو جوړول؛

۱۵. د اړوند ادارې له قوانینو، مقرراتو سره د ذیصلاح چارواکو لخوا د سپارل شویو دندو ترسره کول.

  • د بست همغږۍ دندې

۱۶. د لارښوونو، تخنیکي ملاتړ، احکامو، پالیسیو او اجراییوي پلان اخیستو په موخه مرکز سره د اړیکو ټینګول؛

۱۷. د سپورټي سیالیو ترسره کولو لپاره له سپورټي فدراسیونونو  او ورزشکارانو سره د اړیکو او همغږۍ رامنځ ته کول؛

۱۸. د ادارې د متوقعه موخو ترلاسه کولو لپاره له ریاست او اړوندو برخو سره همغږي.

—————————————————————————————–

د ګومارنې شرایط ( تحصیلي کچه او کاري تجربه):

د دندې دغه لایحه د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون ۸،۷ او ۳۴ موادو اولاندې شرایطو او معیارونو په پام کې نیولو سره جوړه شوې ده.

تحصیلي رشته: لږ تر لږه د بدني روزنې او سپورټ، انفرادي سپورټونو، ټولنیزو سپورټونو، ورزشي طب، اقتصاد، عامه اداره، اداره او سوداګري، عمومي مدیریت، حقوقو اوپالیسۍ کې  حد اقل د لیسانس سند او له کورنیو او بهرنیو مؤسسو څخه په یادو څانګو د دندې اړوند ته لومړیتوب ورکول کېږي.

الف) مدیریتي او تخصصي، لېسانس لپاره درې کاله، ماسټر لپاره دوه کاله او دوکتورا لپاره یو کال؛

(په یوه مدیریتي او یا تخصصي برخه کې له یو کال کمې تجربې لرونکي بست لپاره په شرایطو برابر نه کېږي.)

ب) مدیریتي یا تخصصي په یادو یوې برخې کې پېنځه کاله.

لازمې وړتیاوې:

  • په یوې رسمي ژبې (پښتوـ دري) تسلط او له انګلیسي سره بلدتیا (خبرې او لیکل) ؛
  • دندې مرتبط کمپيوټري پروګرامونو کې وړتیاوې؛
  • د رهبرۍ، ارتباطاتو او پرېکړې نیولو کې لازمې وړتیاوې.

 نوټ:  په پورته شرایطو برابر معلولیت لرونکي افراد کولای شي د دغه بست ترلاسه کولو لپاره غوښتنلیک وړاندې کړي؛

تشویقي موارد:

د دریم او څلورم بستونو معلول نوماندانو لپاره (۵) امتیازي نومرې

او د دویم او دریم بستونو معلول نوماندانو لپاره (۳) امتیازي نومرې د معلولینو ګومارنې ګړنلارې پر بنسټ ټاکل شوې دي، په هغه صورت کې چې معلولیت یې په کار کې د خنډ سبب ونه ګرځي.

ښځينه نوماندانو ته (۵) امتیازي نومرې د ګومارنې کړنلارې پر بنسټ ټاکل شوې دي.