د ننګرهار ولایت ښاري حکومتدارۍ ریاست

د ملکي خدمتونو ټاکنو بورد، د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکې ادارې دویمه رتبه ( یو بست ) د وړ کارکوونکو ګمارنې په موخه د آزادې سیالۍ له لارې دویم ځل اعلان ته سپاري.

په شرایطو برابر لیوال وګړي کولی شي چې خپل غوښتنلیکونه په انلاین توګه د اداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو خپلواک کمیسون له ویبپاڼې څخه د (www.iarcsc.com ) لینک له لارې راولیږي.

د غوښتنې پر مهال د یاد بست د کوډ شمېره له لاندې برخې څخه کاپي او د فورم په اړونده برخه کې یې درج کړی.

 

شمېره د بست سرلیک د بست د کوډ شمېره
۳ د ننګرهار ولایت ښاري حکومتدارۍ ریاست ۰۰۴۷
 

د بست ځانګړنې :

 

د بست سرلیک :                         د ننګرهار ولایت ښاري حکومتدارۍ ریاست

بســــت   :                                 دویم

وزارت/اداره :                                د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکه اداره

اړونده څانګه :                               ښاروالۍ

د بست شمېر :                             (۱)

د بست ځای :                               اړوتده څانګه

راپور ورکول :                                 ښاروالۍ

راپور اخیستل :                               لاس لاندې کارکوونکي (تشکیلاتي جوړښت سره سم )

د خبرتیا دپیل او پای نېټه :                ۰۵/۱۱/۱۳۹۸ تر ۱۲/۱۱/۱۳۹۸

 

…………………………………………………………………………………………………………………………………………..

د دندې موخه: د نظام ځواکمنتیا، ټینګښت اومشروعیت په موخه، خلکو ته د غوره خدماتو، ځوابورکولو، اود دوی رضایت زیاتولو لپاره، د ښاري حکومتولۍ د چارومشري کول، تنظیمول او اداره کول.

………………………………………………………………………………………………………………………

د دندې واکونه او مسولیتونه:

  1. د ادارې استراتیژیکي موخو ترلاسه کولو لپاره، عمومي پلان سره سم، میاشتني، درې میاشتني او کلني کاري پلان ترتیبول اوچمتو کول.
  2. د ښاروالیو وړتیا لوړولو او ورسره د همکاری لپاره، دولتي او غیر دولتي، ملي او نړیوالو موسسو، علمي موسسو، زده کړیزو نهادونو، مدني ټولنو تر منځ د همغږۍ او اړیکو رامنځته کولو څخه ډاډ تر لاسه کول.
  3. د ښاري وضیعت ښه کېدو لپاره، د ښاریانو تر منځ د ښې حکومتولۍ ترغیب او ودې لپاره، د الکترونیکي خدمتونو، حکومتولۍ او ښاري فرهنګ په شمول د پروګرامونو چمتو کولو او پلي کولو څخه ډاډ ترلاسه کول.
  4. د حکومتداری او ښاري پراختیا په پروسه کې د زیاتو خلکو دندي اخیستلو څخه ډاډ تر لاسه کول.
  5. ښاریانو ته د حسابورکولو او خبرتیا لپاره، د میکانیزمونو، برنامو، رامنځته کولو او پلي کولو څخه ډاډ تر لاسه کول او د ویپاڼو او ټولنییزو پاڼو مدیریت کول.
  6. په ښاري پروګرامونو کې د ښځو او ځوانانو مشارکتۍ لپاره زمینه چمتو کول او د جندرپه برخه کې مساواتو ته وده ورکول.
  7. په کورني او بهرني سازمانونو کې د ښاروالۍ غړیتوب، او په ښار کې د خورۍ ورورۍ بهیر رامنځته کولو آسانول.
  8. د ښاریانو شکایتونو ته رسېدنه او د مراجیعینو خدمتونو مرکز با کیفیته او منظم فعالیتونو ته پاملرنه او څارنه کول.
  9. ښاري پروسه کې خصوصي سکتورونو ته د مشراکت زمېنه چمتو کول.
  10. د ښاروالۍ چارو غوره مدیریت لپاره، د الکترونیکي سیستمونو او دیتابسونو ساتلو او پلي کولو څخه ډاډ ترلاسه کول.
  11. د الکترونیکي خدمتونو وړاندې کول او خدمتونو ته د ښاریانو لاس رسۍ څخه ډاډ تر لاسه کول.
  12. د ښاروالۍ کارکوونو ترمنځ د ښاروالیوانلاین کتابتونونو څخه کار اخیستلو ته وده ورکول.
  13. په ښاروالیو کې د MIS سیستم منظم کارولو څخه ډاډ تر لاسه کول.
  14. د الکترونیکي خدمتونورسولو، الکترونیکي جوازونو صادرولو، خبرو اترو، او الکترونیکي سروې په لار اچولواو ديزاین په برخه کې د ښاروالۍ معینیت سره مرسته کول.
  15. د بریالیو تجربو او چلندونو پېژندلواو وړاندیزونو وړاندې کولو لپاره، د حکومتولۍ په برخه کې د مطالعو او څېړنو تر سره کول.
  16. د کره احصایې، ساتل، د ارقامو شننل او د ښاروالۍ احصائیو مالوماتو ټولولو او چمتو کولو څخه ډاډ تر لاسه کول او د کاري راپورونو وړاندې کول.
  17. د اړوند ریاست کاري پلان پر بنسټ، د بودیجوي اړتیاوو مالومول او وړاندیزول.
  18. کاري ساحه کې د افغانستان د سولې او ودې ملي استراتېژۍ پروګرامونو او د فساد پر وړاندې د مبارزې ملي استراتېژۍ د موخو ترسره کول.
  19. د اړونده ادارې پالیسیو او اطلاعاتو ته د لاسرسی قانون د موخو په پام کې نیولو سره، هیوادوالو، رسنیو، مدني ټولنو، او دولتي ادارو ته په وخت سره د مالوماتو مشري کول او وړاندې کول.
  20. په کاري ساحه کې، د اداري اجرااتو قانون، د ښځو اوماشومانو ځورونې او اذیت د منعې قانون، او د سلوک دول مقررې پلي کولو او مراعتولو څخه ډاډ تر لاسه کول.
  21. لاس لاندې کارکوونکو ته د ورکشاپونو، سیمینارونو په دایرولو سره او د کار په ترڅ کې د ښوونې له لارې د مسلکي مهارتونو لیږدول.
  22. په ښه توګه د کار تر سره کولو، هڅونې رامنځته کولو، اغیزمنتیا لوړولو، د ښوونیزو اړتیاوو تعینولو، او د وړتیا لوړولو په موخه، د لاس لاندې کارکوونکو د کړنو ارزول.
  23. د ادارې مشرتابه د خبرولو په موخه، د اړونده څانګې کړنو او لاسته راوړنو،درې میاشتني، کلني او د اړتیا په وخت د راپورونو وړاندې کول.
  24. د ادارې موخو، قوانینو او مقررااتو سره سم د ټولو هغو دندو تر سر کول، چې د واک لرونکو مقاماتو له خوا سپارل کېږي.

……………………………………………………………………………………………………………………..

د ګمارنې شرایط ( د زده کړې کچه او کاري تجربه):

د دندې دغه لایحه د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون ۷، ۸ او ۳۴ موادو په پام کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو پربنسټ جوړه شوې ده.

د زده کړې کچه:

لږ تر لږه په یادو رشتو کې د لیسانس په کچه د زده کړې اسناد ولري: ښه حکومتولي، اقتصاد، لوی مدبریت، حقوق او سیاسي علوم، اداره او تجارت، عامه پالیسي، عامه اداره، ارتباطات، عامه اړیکې، دوامدره پرمختګ ( توسعه پایدار) مشري او مدیریت، مالوماتي تکنالوژۍ، انجینري، کمپیوټرساینس، او نورې اړونده برخې؛ په یادو رشتو کې تر دې په لوړه کچه سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

کاري مخینه ( تجربه):

  1. تجربه کاری مرتبط (مدیریتی مشابه و تخصصی امور حکومتداری ویا تکنالوژی معلوماتی ویا اداری ویا سایر موارد مندرج اهداف و مسئولیت های وظیفوی این بست) حداقل سه سال برای لیسانس، دو سال برای ماستر و یک سال برای دکتورا.
  1. اړونده کاري مخینه ( د حکومتولۍ چارو، مالوماتي تکنالوژۍ، یا ادارې برخه کې د اړونده مدیریتي او تخصصي تجربو درلودل.او یا هم د دندې واکونو او مسولیتونو په برخه کې د شرح شویو مسلکي او تخصصي تجربو لرل. لږ تر لږه د لیسانس لپاره درې کاله، ماسټر لپاره دوه کاله، او دوکتورا لپاره یو کال مخینه په پام کې نیول شوې ده.

اړین مهارتونه:

  1. د هیواد په یوې رسمي ژبې برلاسی ( پښتو یا دري) او په انګلیسي ژبه ( لیکلو او خبرو کولو ) سره بلدتیا.
  2. د دندې اړوند کمپیوټري پروګرامونو کې مهارت درلودل؛

………………………………………………………………………………………………………………………………………..

د اړینو پاڼو او اسنادو د تسلیمي لارښود