د نړیوال سوداګریز سازمان د چارو ریاست

 

 

د ملکي خدمتونو د ګمارنې بورډ د صنعت او سوداګرۍ وزارت د (یو بست) په شمیر دویمه رتبه بست د وړو  کارکوونکو د ګمارنې لپاره رقابتي اعلان ته سپاري.

 

په شرایطو برابر علاقمندان کولای شي خپلې درخواستي فورمې په آنلاین ډول د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو  له ویبسایټ څخه د لاندې اړیکې (www.iarcsc.com ) له لارې وړاندې کړي.

 

د درخواست پر مهال د اړوند بست شمیره له لاندې برخې څخه کاپي او د انلاین فورمې په اړونده برخه کې یې درج کړئ.

 

شمیره د بست عنوان د بست شمیره
۱ د نړیوال سوداګریز سازمان د چارو ریاست ۰۹۱۸
 

 

د بست ځانګړتیاوې

د بست عنوان:                  د نړیوال سوداګریز سازمان د چارو ریاست

بســــت:                             دویم

د بست شمیر:                    (۱)

وزارت/اداره:                      د صنعت او سوداګرۍ وزارت

اړونده څانګه:                  سوداګریزو چارو معینیت

ځای:                                کابل

ته راپور ورکونکي:                 د سوداګریزو پالیسیو عمومي رئیس

راپور اخستونکی له :             له تشکیل سره سم تر نفوذ لاندی کارکونکو څخه

د اعلان د نشر او پای نیټه :    ۲۶ /۰۸/۱۳۹۸ تر ۰۶/۰۹/۱۳۹۸

 

…………………………………………………………………………………………………………………………………………

 

د بدلون پروژه:

د بدلون  پروژه د عامه ادارې په اغیزمنتیا، د لمړیتوب لرونکی پرمختايي سییستم په ګډون د افغانستان د ملي پراختیا او سولي د چوکاټ لپآره مستقیمآً ځواب ویونیکې ده همدارنګه  دکارپوهه  ملکي خدمتونو د ادارې جوړولو ،ساتلو او پیاوړتیا  پروژه ده

د بدلون پروژې عمومي موخه  عبارت ده له:  لومړیتوب لرونکو  وزارتونو او ادارو د ظرفیتونو د لوړوالي پیاوړي کولو، په کلیدی بستونو کې د وړتیا په اساس ګمارلو ، د کارکونکو د مدیریت ښه والی او د بشري سرچینو لپاره په غوره ډول دپلان جوړول .

د بدلون پروژه د افغانستان دبیا رغوني لپاره د مرستو  د نغدي صندوق ( (ARTF   او د نړیوالي پراختیا ټولڼی (   (IDA) د نړیوال بانګ د ډلي لخوا تمویلیږی ، او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په استازیتوب د اداري اصلاحاتواو ملکي خدمتونو لخوا نوموړې پروژه پلې کیږي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په اړه

دصنعت او سوداګرۍ وزارت یو پالیسي جوړوونکی وزارت دی ،چې د سوداګرو لپاره اړونده اسانتیاوې رامنځته کوي او همداراز دصادراراتو دډیروالي دصنعت پراختیا په موخه کورنیو تولیداتو ته له خصوصي سکتور سره په نږدې همکارۍ ، فعالیت کوي .

دغه نهاد ،خپلو موخو ته درسیدو لپاره درې اساسي اصول تعریفوي: ۱ دسوداګرۍ دپراختیا لپاره په قوانینو ، پالیسیو او کړنلارو کې بنسټیز اصلاحات  ۲ دافغانستان بدلون ، له وارداتي هیواد څخه په صادراتي هیواد ۳ دصنعت دپراختیا په موخه په صنعتي پارکونو کې ، صنعت کارانو ته دځمکې دویش اسانتیا

ددندې موخه

دنړیوال سوداګریزسازمان داصولو او په دې سازمان کې دافغانستان له ژمنو او تړونونو څخه مدیریت او څارنه .

دبست تخصصي دندې:

  • دریاست لپاره د دوراني او تفصیلي کړنلارو رامنځته کول .
  • دوزارت دمعلوماتي ټکنالوژۍ له ریاست سره په همغږۍ ، له نړیوال سوداګریزسازمان سره دتړونونو دډیټابیس ،جوړول او دهغې پراختیا.
  • له نړیوال سوداګریز سازمان سره دافغانستان له پیوستونو وروسته ، دتګلارو همغږي اوتعقیبول او بل داچې ، افغانستان څنګه کولای شي چې له دې غړیتوب څخه ښه ګټه ترلاسه کړي .
  • له نړیوال سوداګریز سازمان سره دژمنو دتطبیقولودراپور چمتو کول او په منظم ډول دمقام له کتنې وروسته د افغانستان داسلامي جمهوریت کابینې ته دراپورونو وړاندې کول.
  • دنړیوال سوداګریز سازمان دسوداګریزو شخړو دحل په قضایاوو کې له چمتو شویو اسنادو څخه ډاډترلاسه کول .
  • دقوانیونو دجوړولو ، پالیسیو ، مقرراتو او نورو اړونده امواردو په اړه ، چې په نړیواله سوداګرۍ کې اغیزمن تمام شي ، له نورو وزارتونو او اړوندنهاددونو سره همغږي او نوړیوال سوداګریزسازمان ته دهغې رسونه .
  • داړونده معلوماتو له راټولونې څخه څارنه ، نړیوال سوداګریزسازمان ته دهغې وړاندې کول او په یادسازمان کې دافغانستان دژمنو او اطلاع رسونې دمکلفیتونو له مخې دهغې تطبیقول
  • دپراختیا او معیاري کیدو په موخه، دسازمان دخدمتونو اواجناسو له سوداګریزو اصولو سره سم له نورو اړونده نهادونو سره سره همغږي
  • دنړیوال سوداګریز سازمان دخدمتونو په برخه کې دیادسازمان له اصولو سره سم دخبرواترو دتګلارو دجوړیدو پربنسټ دڅواړخیزوخبرواتروپه موخه له نورو اړونده نهادونو سره مرسته او همغږي .
  • اجناسو او خدمتونوته دلاسرسي په برخه کې ، دخصوصي سکتورله استازو سره همغږي .
  • دهیواد داقتصادي ګټې په موخه دنړیوال سوداګریزسازمان له ابزارو څخه اغیزمنه ګټه پورته کول.
  • په سازمان پورې اړوند ، ادارتو په ناستو کې فعاله ونډه اخیستل او دافغانستان دژمنو دپلی کیدو په موخه ددمدیریتي او عملي کړنو ترسره کول
  • دسوداګرۍ داسانتیاوو دکمیټې دناستو او اجنډا برابرول.

 

دبست مدیریتي او اجرائیوی دندې:

  1. دوزارت دستراتیژیکو موخو دلاسته راوړلو لپاره دصنعت او سوداګرۍ وزارت له لیدلوري او داصلاحاتو د ستراتیژۍ سره سم د کلني راپور جوړول
  2. دریاست دکلني پلان پربنسټ دبودجوي اړتیاوو پیژندنه
  3. دوزارت دکلي موخو دپیژندنو په اړه دنویو ګمارل شویو کارکونوکودپوهیدو لپاره دمعلوماتي پروګرامونو ، په لاره اچولو څخه ډاډترلاسه کول .
  4. په اړونده کاري چاپیریال کې دافغانستان دملي پراختیا او دسولې دستراتیژۍ دبرنامو او همدارازدفسادپه وړاندې دملي مبارزې دستراتیژییو پلي کول .
  5. معلوماتو ته دلاس رسي دقانون پربنسټ ، دولتي ادارو ،مدني ټولنو ، رسنیو او هیوادوالو ته په وخت او کره معلومات وړاندې کول .
  6. رعایت و حصول اطمینان از تطبیق قانون اجراآت اداری، قانون منع آزار و اذیت زنان و اطفال و مقرره طرز سلوک در ساحۀ کاری مربوطه
  7. اړونده موخو ته دلاس رسي لپاره ، له کاري کړنو څخه حساب ورکونه او روڼتیا
  8. دریاست دټیټ ر تبه کارکوونکورهبري او مدیریت او دهغوی داغیزمنو کړنو څخه ډاډمنتیا .
  9. دکړنو دښې اغیزمنتیا په موخه دکارکوونکو له کارونو څخه څارنه ، داغیزمنتیا ډیرول ، دزده کړییزو اړتیاوو ټاکنه او دظرفیتونو لوړول
  10. دورکشاپونو ، سیمینارونو ، مشورو او کاري کړنو پرمهال نورو کارکوونکو ته دمهارتونو لیږدول او دهغې پراختیا.
  11. دربعوار،کلني کاري راپوروړاندې کول او داړتیا پروخت له نورو فعالیتونو ، پرمختګونو او داړونده ادارو له لاسته راوړنو څخه درهبرۍ خبرول
  12. دنورو هغودندو ترسره کول چې ، دذیصلاح مقاماتو لخوا دموخو ، قوانینو او مقرراتو سره سمې ورته سپارل کیږي .

…………………………………………………………………………………………………………………………………………………………….

د ګومارنې شرايط (د زده کړې کچه او کاري تجربه):

د ياد بست د لاس ته راوړلو لپاره لږ تر لږه اړين شرايط د ملکي خدمتونو کارکوونکو د قانون په (٧)) (۸او (٣٤) مادو کې ثبت او راغلي دي:

  1. لږ تر لږه د زده کړې سند يې لېسانس، له يادو څانګو: نړیوالې سوداګرۍ، نریوال اقتصاد، اداره او تجارت ، عامه پالیسۍ، اقتصاد، عامه اداره، صنعت او سوداګرۍ،  نړیوالې اړیکي او په نوموړو څانګو کې لوړو زده کړو ته لومړيتوب ورکول کېږي
  2. د بست اړوند کاري تجربه ( مدیریتي، بست پوري اړوند تخصصي تجربه نړیواله سوداګري، بازار موندنه، نریواله سوداگری سازمان، د سوداگریزو شخړو حل، اریکی او همغږی او په بست پورې اړوند ددندې مسولیتونه) دیاد بست لپاره لږ ترلږه دری کاله د لسانس، دوه  کاله د ماستری او یو کال د دوکتورا سند لرونکي لپاره کاري تجربه اړینه ده
  3. د هېواد په رسمي ژبو (پښتو؛ يا دري) او هم په انگلیسی ژبه برلاسى
  4. د دندې اړونده په کمپيوټري پروګرامونو کې بلدتيا

…………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………..

د اړینو پاڼو او اسنادو د تسلیمي لارښود