د نیمروز ولایت د مقام دفتر ریاست

د ملکي خدمتونو ټاکنې بورد د سیمه ایزې ارګانونو ادارې دویمه رتبه ( یو بست ) د وړ کارکوونکو ګمارنې په موخه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري.

په شرایطو برابر لیوال وګړي کولی شي چې خپل غوښتنلیکونه په انلاین توګه د اداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون له ویبپاڼې څخه د (www.iarcsc.com ) لینک له لارې راولېږي.

د غوښتنې پر مهال د یاد بست د کوډ شمېره له لاندې برخې څخه کاپي او د فورم په اړونده برخه کې یې درج کړی.

 

شمېره د بست سرلیک د بست د کوډ شمېره
۱ د نیمروز ولایت د مقام دفتر ریاست ۰۰۱۵

د بست ځانګړنه:

د بست سرلیک :                 د نیمروز ولایت د مقام دفتر ریاست

وزارت/اداره :                       د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکه اداره

بست :                              دویم

د بست شمېر:                    (۱)

د بست ځای:                     نیمروز

اړونده څانګه:                      د اړوند ولایت مقام

راپور ورکول:                         د اړوند ولایت والي

راپور اخیستل :                    لاس لاندې کارکوونکي (تشکیلاتي جوړښت سره سم)

د خبرتیا د پیل او پای نېټه:      ۲۴-۱۰-۱۳۹۸ تر ۰۵-۱۱-۱۳۹۸

 

د دندې موخه:

د فرمانونو، حکمونو، مصوباتو، او غونډو تنظیمولو، اړیکو ټینګولو اعلانولو څخه ډاډ تر لاسه کول او د مقام ولایت اوامرو پلي کول، تکثیرول او تعقیبول.

 

د دندې مسولیتونه:.

  1. د ادارې ټاکل شویو موخو ته د رسیدو لپاره، عمومي پلان سره سم میاشتني، درې میاشتني، او کلني کاري پلان طرح او ترتیبول.
  2. د ولایت مقام د چارو غوره انسجام لپاره، ولایتي واحدونو، مرکزي ادارو او نورو مراجعو سره د همغږۍ او اړیکو ټینګول.
  3. خبري رسنیو سره، د ادارې د مسئولینو مطبوعاتي مرکو د چارو انسجام څخه ډاډ تر لاسه کول، د مطبوعاتي کنفرانسونو تنظیمول، او خبري رسنیو ته د ولایت د فعالیتونو اړوند خبرونو استول او د مرکو تر سره کولو او عامه پوهاوي لپاره، د اداري مقام اړتیا وړ مالوماتو تنظیمول او مدیریت کول.
  4. د اجرااتو او فعالیتونو تنظیمولو مقررې سره سم، د ریاست څانګو ته، د اړونده چارو لارښوونه، مخکې وړل او سازماندهي کول.
  5. د اړونده ادارو په واسطه د مطلوبو خبرتیا او اجرااتو لپاره، د ولسمشرۍ فرمانونو، حکمونو، او د کابینې او وزیرانو شورا د غونډو مصوباتو او ولایت مقام لارښودونو اعلانول.
  6. د اړونده واحدونو اجرااتو څخه ډاډ تر لاسه کول، د کابېني او وزیرانو شورا د غونډو مصوباتو، فرمانونو، او ولسمشرۍ مقام حکمونو پلي کول، او د ولایت مقام په لارښوونه ولایت مقام ته د راپورونو وړاندې کول.
  7. د مشرۍ هیئت په غونډو کې برخه اخیستل، د لیکل شوېو مذاکرو چمتو کول، او اړونده ادارو ته، د ولایت مقام ترتائیدولو وروسته د یادو غونډو د پریکړو اعلانول اود پلي کولو له څرنګوالي څخه یې ډاډ تر لاسه کول.
  8. ځايي او بهرنیو میلمنو سره د ولایت مقام د کتنو او د ولایت مشرۍ هیئت د غونډو تنظیمول.
  9. ولایت مقام ته د اسنادو، مکتوبونو، او لوړپوړو چارواکو لارښودنو وړاندې کول، او د پلي کولو په اړه یې د لارښوودنو تر لاسه کول.
  10. د لاس لاندې څانګو لکه: (د اړیکو او اسنادو لوی مدیریت، د غونډو تنظیمولو لوی مدیریت، د اړیکو او مالوماتو لوی مدیریت او تحریراتو) له کړنو څخه په وخت سره کنټرول او څارنه کول.
  11. د ریاست دفتر کاري پلان پر بنسټ، د بودیجوي اړتیاوو مالومول او وړاندیزول.
  12. ولایت مقام ته، د فعالیتونو او لاسته راوړنو څخه، میاشتني، درې میاشتني، او کلني راپورنو وړاندې کول.
  13. د بشري سرچینو ریاست او اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون په همغږۍ، د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون سره سم، د لاس لاندې کارکوونکو د کړنو او اجرااتو ارزول.
  14. په کاري کړنو کې د ښه والي لپاره، لاس لاندې کارکوونکو ته ښوونه او لارښوونه ورکول.
  15. د ادارې موخو، قوانینو، مقرراتو سره سم، د ټولو هغو دندو تر سره کول چې، د واک لرونکو مقاماتو له خوا سپاری کېږي.

 

زده کړې ا و تجربې:

د دندې دغه لایحه د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون ۷، ۸ او ۳۴ موادو په پام کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو پربنسټ جوړه شوې ده.

  • لږ تر لږه په یادو رشتو کې د لیسانس په کچه د زده کړې اسناد ولري:عامه اداره، اداره او تجارت، اقتصاد، ټولنپوهنه، اروا پوهنه، عامه پالیسي، اداره اومدیریت، حقوق، سیاسي علوم، تاریخ، بشرپېژندنه، لرغونپېژندنه، فلسفه، ښوونیزمدیریت، ادبیات، ژورنالیزم، حکومتولي، ښوونه او روزنه، او په یادو رشتو کې تر دې په لوړه کچه سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.
  • اړونده کاري مخینه ( اداري چارې، دفتر داري، همغږي یا ارتباطات، ورته مدیریتي او تخصصي دندې او یا هم په یاد بست کې، د موخو دندو، واکونو او مسولیتونو په برخه کې د شرح شویو اړونده مخینو درلودل ) د لسانس لپاره درې کاله، ماسټر لپاره دوه کاله او دوکتورا لپاره یو کال کاري مخینه په پام کې نیول شوې ده .
  • د هیواد په یوې رسمي ژبې برلاسی ( پښتو یا دري) او په انګلیسي ژبه ( لیکلو او خبرو کولو ) سره بلدتیا.
  • د دندې اړوند کمپیوټري پروګرامونو کې مهارت درلودل.

………………………………………………………………………………………………………………………………………..

د اړینو پاڼو او اسنادو د تسلیمي لارښود