د نیمروز ولایت مالي او اداري ریاست

د ملکی خدمتونو تعییناتو بورډ د سیمه ییزو ارگانونو خپلواکې ادارې دویمه رتبه (۱بست) د وړ کارکوونکو د ګومارنې په موخه، د آزادې سیالۍ له لارې دویم ځل اعلان ته سپاري.

وړغوښتونکي کولی شي چې، خپل غوښتنلیکونه په انلاین ډول د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون وېبپاڼې (www.iarcsc.com ) له لارې راواستوئ.

د غوښتنې پرمهال د خوښې وړ بست د کوډ شمېره، له لاندې جدول څخه کاپي کړئ او اړوند فورم کې یې ځای پر ځای کړئ.

 

 

شمېره د بست سرلیک د بست کوډ
۱ د نیمروز ولایت مالي او اداري ریاست ۰۱۰۱
 

د بست ځانګړنې:

د بست سرلیک                      : د نیمروز ولایت مالي او اداري ریاست

بســــت                                : دویم

وزارت/اداره                             : سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره

د بست نوعیت                       : ملاتړي (حمایوی)

د بست شمېر                        : (۱)

موقعیـــت                              : اړوند ولایت

راپور ورکونه                            : د ولایت مرستیال (د تشکیلاتي جوړښت مطابق)

راپور اخېستنه                         : تر لاس لاندې کارکوونکي (د تشکیلاتي جوړښت مطابق)

د خبرتیا د پیل او پای نېټه          : ۲۵/۱۲/۱۳۹۸ تر ۰۴/۰۱/۱۳۹۹

 

———————————————————————————————————–

د دندې موخه: د هېواد د نافذه قوانینو، مقررو او طرزالعملونو په رڼا کې د ولایت د مالي او اداري چارو مدیریت، څارنه او کنټرول.

……………………………………………………………………………………………………………………………

  • واکونه او مسئولیتونه:
  • د بست تخصصي دندې
  1. د مالي کال په نیمایي کې د عادي او پراختیایي بودیجې په برخه کې د ستونزو حلول
  2. د نافذه قوانینو او مقررو سره سم، د ولایت په کچه د رڼې حساب ورکونې په موخه د بودیجې د لګښت څخه څارنه
  3. د ولایت والي او یا مرستیال د غوښتنې په صورت کې، په وخت سره د اړینو مالي مالوماتو ورکول.
  4. له ملي او بهرنیو سرچینو څخه د بلا عوضه مرستو جلب او جذب او په اړندو برخو کې ترې اغېزمنه ګټه اخېستنه.
  5. د بودیجې د ورکړې کنټرول او د ټاکل شویو موخو تر لاسه کولو په موخه، د اړوند ولایت له عمومي پلان سره سم د ریاست د ربعوار او کلني پلان چمتو کول،
  6. د وجوهاتو، محاسبوي طرزالعملونو او راپور ورکونې په ګډون د ولایت د مالي او اداري چارو مدیریت او د اړوند ولایت د کلنۍ بودیجې د مسودې ترتیب.
  7. د غوره ګټې اخېستنې په موخه د ترانسپورټي وسایطو د تنظیم چارو، کنټرول او څارنه او په ورځنیو چارو کې یې د خنډ مخنیوی کول.
  8. د تدارکاتو چمتو کولو قانون سره سم د پراخیتایي او عادي پروژو د قرارداد تړلو په موخه، د اړوندو تدارکاتي پروسو( دواطلبۍ، مناقصه، مزایده او نرخ اخېستنې) چارو مدیریت او څارنه.
  9. د عادي او پراختیاي بودیجې د ترتیب کنټرول او ارزونه او د لګښت تامینولو په موخه د اړوندو ادارو سره په همکارۍ د هغې د پلې کولو څخه څارنه.
  10. په وخت سره د کارکوونکو د معاشونو اجرا کول او د هغوی د سنجش ته پاملرنه او د مستوفیت سره په همکارۍ دولایتي ادارو د عوایدو راټولونې او پیاوړتیا څخه ډاډ تر لاسه کول.
  • وظایف مدیریتی و اجرائیوی بست:
  1. د ادارې ستراتېژیکو موخو تر لاسه کولو لپاره د عمومي پلان سره سم د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان چمتو کول.
  2. د اړوند ریاست د کلني کاري پلان پر بنسټ د بودیجوي اړتیاوو پېژندنه او وړاندیز
  3. په اړونده کاري ساحه کې د افغانستان د سولې، ملي پراختیا او د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ملي استراتېژۍ د موخو او پروګرامونو تر سره کول.
  4. د اړوندې ادارې پالیسي ګانو او مالوماتو ته د لاسرسۍ قانون په پام کې نیولو سره، دولتي ادارو کې دننه، مدني ټولنو، رسنیو، او د هېواد وګړو ته په وخت سره د مالوماتو وړاندې کولو مشري کول.
  5. کاري ساحه کې، د اداري اجرااتو قانون، د ښځو اوماشومانو ځورونې د مخنیوي قانون، او د چلند لارې مقررې پلي کولو او مراعتولو څخه ډاډ تر لاسه کول.
  6. د ورکشاپونو او سیمېنارونو له لارې، تر لاس لاندې کارکوونکو ته د مسلکي مهارتونو او د کار بهیر زده کړو لېږد.
  7. د ښه کار کولو په موخه د انګېزې رامنځته کولو، زده کړې ته د اړتیا مالومولو او ظرفیت لوړونې په موخه، ترلاس لاندې کارکوونکو ارزونه.
  8. د قوانینو، مقررو، طرزلعملونو او د ادارې د موخو سره سم د نورو اړوندو دندو ترسره کول چې د چارواکو له خوا سپارل کېږي.
  9. د اړوندې څانګې د فعالیتونو او لاسته راوړنو څخه، مشرتابه ته د خبر ورکولو په موخه د میاشتني، درې میاشتني، کلني او د اړتیا په وخت کې د راپور وړاندې کول.
  • د بست د همغږۍ دندې:
  1. مالي، حسابي مسایلو، عواید او د ولایت لګښتونو په اړه له مستوفیت او نورو اړوندو برخو سره د همغږۍ او اړیکو جوړول
  2. د ادارې د ودانیو او شته سیسټمونو( د اوبو رسونې، برېښنا، مرکزګرمۍ، نجاري چارو، رنګمالۍ، پاک کاري او د ترانسپورټ وسایطو) د بیا جوړونې او فعال ساتلو څخه ډاډ تر لاسه کول.
  3. د ادارې د پلان شویو لګښتونو د تامین په موخه، مالیې وزارت کې د بودیجې د طرحې د دفاع په موخه له مرکزې مالي او اداري ریاست سره هر اړخیزه همکاري کول.

———————————————————————————————————————–

د ګومارنې شرطونه ( زده کړې او کاري تجربه):

د دندې دغه لایحه د ملکي خدمتونو د کارکوونکو قانون ۷، ۸ او ۳۴ موادو ته پام، لږ تر لږه د لاندې شرطونو او معیارونو پربنسټ جوړه شوې ده.

 

  1. زده کړې: له دې څانګو په یوې هغې کې د لېسانس سند درلودل: اقتصاد، حسابدارۍ، اداره او سوداګرۍ، عامه پالیسۍ، حقوق، مالي او اداري مدیریت، عمومي مدیریت او عامه اداره ( CA ACCA) . ملي او نړیوالو موسسو څخه په یادو څانګو کې د لوړې کچې زده کړو لرونکي ته لومړیتوب ورکول کېږي.
  2. کاري تجربه: اړوندو څانګو( مشابه مدیریت، په حسابي او مالي چارو کې تخصصي مخینه، مالي او اداري، تدارکات، بودیجه او مالي تخصیصاتو) او یا په دې لایحه کې د راغلیومسئولیتونو سره سم په ملي او نړیوالو موسسو کې د کار مخینه. د لېسانس لپاره مدیریتي او تخصصي څانګه کې لږ تر لږه درې کاله، ماسټر لپاره درې کاله او د دوکتورا لپاره یو کال.

الف. مدیریتي او تخصصي څانګو کې تر یوه کال د کمې کاري تجربه لرونکي، د دې بست لپاره وړ نه ګڼل کېږي

  • یادو برخو کې مدیریتي او تخصصي تجربه پنځه کاله.

د اړتیا وړ مهارتونه

  1. د هیواد په یوې رسمي ژبې ( پښتو یا دري) او انګلیسي ژبه برلاسی وي.
  2. د مشرۍ او د ادارې د کنټرول وړتیا ولري او د دندې اړوند کمپیوټري پروګرامونو سره بلد وي.

یادونه: وړ معلولیت لرونکي وګړي کولی شي دې بست ته نوماند شي.

 

د هڅونې موارد:

۱د معلولیت لرونکو وګړو د ګومارنې طرزالعمل مطابق، درېیم او څلورمو بستونو لپاره (۵) امتیازې نومرې او لومړي او دویم بست ته (۳) امتیازي نومرې

۲ د ګومارنې طرزالعمل مطابق ښځو ته (۵) امتیازې نومرې

………………………………………………………………………………………………………………………………………..

د اړینو پاڼو او اسنادو د تسلیمي لارښود