د هارډ ویر کارپوه

 

 

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون کار اهل کارته د سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو موخو د پلي کولو ښکارندويي کوي، د بشپړې ملکي خدمتونو ادارې جوړولو لپاره د تېرو اعلانونو په دوام سره لاندینی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د آزادې سيالۍ له لارې د رتب او معاش نوي سيسټم سره سم اعلان ته سپاري. په شرایطو برابر لیوال غوښتونکي کولی شي چې خپل غوښتونلیکونه په انلاین توګه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون ویپاڼې څخه د (http://lowgrade.iarcsc.com/)لینګ له لارې راولیږي.

د غوښتنې پر مهال د یاد بست   شمېره له لاندې برخې څخه کاپي او د فورم په اړونده برخه کې یې درج کړی.

شماره د بست سرلیک د بست د کوډ شمېره
۱ د هارډ ویر کارپوه HR-030

 

 

مشخصات بست:

د دندې سرلیک:                 د هارډ ویر کارپوه

بســــت:                           څلورم

وزارت/اداره:                        د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمیسیون

د بست ځای:                      کابل

د بست شمېر:                    (۱)

اړونده څانګه:                    د (IT) مالوماتي تکنالوژۍ ریاست   – د دارالانشاء لوی ریاست

راپور ورکول  :                     د مالوماتي تکنالوژۍ خدمتونو آمر

راپور اخیستل:                     نلری

تاریخ نشروختم اعلان:          ۲۱/۰۸/۱۳۹۹ الی ۰۲/۰۹/۱۳۹۹

 

د دندې موخه : مسلکي معیارونو سره سم، د کمیسیون سرورونو او نورو مالوماتي تکنالوژۍ هارډویرونو ترمیمولو او تخنیکي چارو تنظیمولوڅخه مدیریت کول؛

………………………………………………………………………………………………………………………………………………………..

د دندې واکونه او مسولیتونه:

تخصصي دندې:

  1. په سیستم کې د ځنډ او عوارضو زیاتېدو څخه د مخنیوي په موخه، د مرکزي سرورونو د هارډ ویرونو ټولو پرخو په مسلکي او دوامداره توګه کنټرولول؛
  2. په اړوندو شبکو کې د مصوُنیت ټینګولو په موخه ، اړوندو برخو سره د امنیتي سیستمونو په نصبولو کې مرسته او همکاري کول؛
  3. د کمیسیون شته سیستم کې د هارډ ویرونو د ستونځو رفع کولو او فعال ساتلو لپاره د پریکړو نیول او مسلکي نظرونو وړاندې کول؛
  4. د شعباتو وړاندیزونو سره سم، د ټولو هارډویرونو، پرنټرونو، فوټو کاپي ماشینونو، اسکنرونو، UPS استبلیزرونو، پروجکتورونو، کیمرو، سیویچوو، اکس پاینټونو، او وایرلیس کارټونو څارل، عیارساتل او تنظیمول؛
  5. د کمیسیون تکنالوژۍ سیستم او د کمیسیون کاري دفترونو ته د مالوماتي تکنالوژي توکو اړتیاوو پلټل او تشخیصول،
  6. د کمپیوټرونو، پرنټرونو، فوو کاپي ماشینونو او د کمیسیون نورو تکنالوژي توکو د ترمیمولو چارو مدیریت کول؛
  7. د وروسته اجراآتو تر سره کولو لپاره، د کمیسیون تکنالوژي توکو ترمیمېدو وړ، فعال او یا هم غیر فعال پاتې کېدو په اړه خپل نظر وړاندې کول؛

مدیریتي دندې:

  1. د آمریت پلان سره سم، د ټاکل شویو موخو تر لاسه کولو لپاره میاشتني، درې میاشتني او کلني کاري پلان ترتیبول؛
  2. مستقیم آمر او مقاماتو ته د اړونده کړنو او لاسته راوړنو په اړه د میاشتني، دري میاشتني، کلني او د اړتیا په وخت کې د راپورونو وړاندې کول؛
  3. د ادارې موخو، قوانینو او مقرراتو سره سم د ټولو هغو اړوندو دندو ترسره کول چې د مقاماتو له خوا سپارل کېږي؛

وظایف هماهنگی:

  1. د محوله چارو مخکې وړلو لپاره، د کمیسیون اړوندو څانګو سره د همغږۍ او اړیکو ټینګول؛

————————————————————————————————————-

د ګمارنې شرایط ( د زده کړې کچه او کاري تجربه):

  1. د دندې دغه لایحه د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون ۷ او ۳۴ موادو په پام کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو پربنسټ جوړه شوې ده.

د زده کړې رشته:

  1. لږ تر لږه په یادو رشتو کې د لیسانس په کچه د زده کړې اسناد ولري: مالوماتي تکنالوژي، کمپیوټري علوم، د کمپیوترانجنیری ، پروگرام لیکنه، تکنالوژی مدیریت ، نتورکینگ، کمپیوتر ساینس او په یادو رشتو کې د هیواد دننه یا بهر له ملی یا نړیوالو موسسو څخه تر دې په لوړه کچه سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.
  1. کاري مخینه: له داخلي یا بهرنیو ملی او بین المللي موسسو څخه  د لیسانس په کچه  سند لرونکو ته لږ تر لږه  یوکال  اړونده  کاري تجربه په پام کې نیول شوې ده؛
  2. اړین مهارتونه:
  3. د هیواد په رسمي ژبو (پښتو یا دري ) برلاسی و اوسي او په انګلیسي ژبه د (لیکلو او لوستلو) وړتیا ولري.
  4. د دندې اړوند ( Trouble shooting System، Assembling and Dissembling System ) په برخو کې او نورو کمپیوټري پروګرامونو کې مهارت درلودل؛

هڅونې:

  • د دریم او څلورم بستونو معلول نوماندانو لپاره (۵) امتیازۍ نومرې او د دویم او دریم بستونو معلول نوماندانو لپاره (۳) امتیازي نومرې د معلولینو ګومارنې ګړنلارې پر بنسټ ټاکل شوې دي، په هغه صورت کې چې معلولیت یې په کار کې د خنډ سبب ونه ګرځي.
  • ښځينه نوماندانو ته (۵) امیازي نومرې د ګومارنې کړنلارې پر بنسټ ټاکل شوې دي.

 

نوت: وړمعلول نوماندان په هغه صورت کې یاد بست ته نوملیکنه کولی شي چې، معلولیت یې په کارکې د خنډ سبب ونه ګرځي؛

________________________________________________________________________________________________

د اړینو پاڼو او اسنادو د تسلیمي لارښود