د هرات ولایت ښاروالۍ معاونیت

د ملکي خدمتونو ټاکنو بورد سیمه ایزو ارګانونو خپلواکې ادارې دویمه رتبه ( یو بست) د وړ کارکوونکو ګمارنې په موخه د آزادې سیالۍ له لارې دویم ځل اعلان ته سپاري.

په شرایطو برابر لیوال وګړي کولی شي چې خپل غوښتنلیکونه په انلاین توګه د اداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو خپلواک کمیسون له ویبپاڼې څخه د (www.iarcsc.com ) لینک له لارې راولیږي.

د غوښتنې پر مهال د یاد بست د کوډ شمېره له لاندې برخې څخه کاپي او د فورم په اړونده برخه کې یې درج کړی.

 

 

شمېره د بست سرلیک د بست شمېره
۱ د هرات ولایت ښاروالۍ معاونیت ۰۰۷۱
 

د بست ځانګړنې:

د بست سرلیک:                      د هرات ولایت د ښاروالۍ معاونیت

بســــت   :                             دویم

وزارت/اداره:                           د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکه اداره.

اړونده څانګه:                           ښاروالۍ

د بست شمېر:                       (۱)

د بست ځای:                        اړونده څانګه

راپور ورکول:                           ښاروال

راپور اخیستل:                        لاس لاندې کارکوونکي (تشکیلاتي جوړښت سره سم)

د خبرتیا د پیل او پای نېټه:         ۲۹/۱۱/۱۳۹۸ الی ۰۶/۱۲/۱۳۹۸

 

———————————————————————————————————————————–

د دندي موخه: د ښاروال په نشتون کې د ښاروالۍ ټولو چارو همغږۍ، انسجام، مشري او ادراه کول، او ښاروال سره د اړونده ښاروالۍ د چارو همغږۍ، مشري، او اداره کولو کې مرسته او همکاري کول.

————————————————————————————————————————————

د دندې واکونه او مسولیتونه:

  1. د ادارې استراتيژکې موخو ترلاسه کولو لپاره، عمومي پلان سره سم میاشتني، درې میاشتني، او کلني کاري پلان ترتیبول او چمتو کول.
  2. د ښاروالۍ مجلس او ښاروالۍ د خلکو تر منځ د بنسټیزې اړیکې په توګه، د ښاروالۍ ښه مدیریت کولو لپاره د مقررو تصویبولو او قانوني چوګاټ چمتو کولو څخه ډاډ تر لاسه کول.
  3. د ښاروالۍ مرستیال د ښاروالۍ ادارې په کچه، د ښاروال په نشتون کې د دویم مقام په توګه د ښاروال په استازیتوب د واک پلاوي پر بنست د اجرائیوي چارومشري کوي.
  4. د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکې ادارې پروګرامونو په پام کې نیولوسره، د ښاروالۍ کاري پروګرامونواو موخو پلي کول.
  5. د ښاروالۍ څانګې د پالیسیو او اجرااتو موضوعاتو په اړه، ښاروال سره مشوره کول.
  6. د ښاروال له خوا د واک پلاوي په صورت کې آمریتونو اوهمدارنکه له ټولو پروګرامونو، پروژو، خدمتونو وړاندې کولو، او نورو کړنو څخه څارنه او کنټرول کول.
  7. د پراختیايي پلانونو، موخو، او د ښاروالۍ لومړیتوبونو پروګرامونو پلي کولو لپاره، په وخت سره د اقدام کولو په موخه د عایداتي سرچینو زیاتولو پلان ترتیبولوکې مرسته کول، عوایدو ته وده ورکول او راټولول. شنو سیمو ته پرمختګ ورکول او ساتل، د ښار پاکول او چاپېریال ساتل.
  8. د پراختیايي پلانونو، موخو، او ښاروالۍ لومړیتوبونو پلي کولو لپاره په وخت سره د عایداتي سرچینو زیاتولو کې اقدام کول، د شنو سیمو ساتل او پرمختګ ورکول، د ښار پاکولو او چاپېریال ساتنې لپاره د ټولییز پلان ترتیبولو کې مرسته کول.
  9. د هیواد نافذه قوانیونو اومقرراتو سره سم، دولتي غیر دولتي او خصوصي سکتور سره د دوستانه اړیکو رامنځته کولو کې مرسته کول،
  10. د اړونده څانګې کاري پلان پر بنست د بودیجوي اړړتیاوو مالومول او وړاندیزول.
  11. په اړونده کاري ساحه کې د افغانستان د سولې، ملي پراختیا او د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ملي استراتېژۍ د موخو برنامو تر سره کول.
  12. مالوماتو ته د لاس رسۍ قانون او اړونده ادارې د پالیسو په پام کې نیولو سره، دولتي ادارو کې دننه، مدني ټولنو، رسنیو، او د هیواد وګړو ته په وخت سره د مالوماتو مشري او وړاندې کول.
  13. په کاري ساحه کې، د اداري اجرااتو قانون، د ښځو اوماشومانو ځورونې او اذیت د منعې قانون، او د چلند لارې مقررې پلي کولو او مراعتولو څخه ډاډ تر لاسه کول.
  14. لاس لاندې کارکوونکو ته د ورکشاپونو، سیمینارونو په دایرولو سره او د کار په ترڅ کې د روزنې له لارې د مسلکي مهارتونو لیږدول.
  15. په ښه توګه د کار تر سره کولو، هڅونې رامنځته کولو، اغیزمنتیا لوړولو، د روزنیزو اړتیاوو ټاکلو، او د وړتیا لوړولو په موخه، د لاس لاندې کارکوونکو د کړنو ارزول.
  16. د اړونده څانګې فعالیتونو او لاسته راوړنو څخه، مشرتابه ته د خبرورکولو په موخه، میاشتني، درې میاشتني، کلني او د اړتیا په وخت راپورنو وړاندې کول.
  17. د ادارې موخو، قوانینو او مقررااتو سره سم د ټولو هغو دندو تر سر کول، چې د واک لرونکو مقاماتو له خوا سپارل کېږي

———————————————————————————————————————————

د ګمارنې شرایط ( د زده کړې کچه او کاري تجربه):

د دندې دغه لایحه د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون ۷، ۸ او ۳۴ موادو په پام کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو پربنسټ جوړه شوې ده.

 

  1. د زده کړې رشته: لږ تر لږه په یادو رشتو کې د لیسانس په کچه د زده کړې اسناد ولري: اقتصاد، مالي او حسابي مدیریت، حقوق او سیاسي علوم، اداره او تجارت، عامه پالیسي، عامه اداره، لوی مدیریت، ټولنیزعلومو، د پروژې مدیریت، اړیکې ، ښه حکومتولي، دوامداره پرمختګ ( توسعه پایدار) انجینري، عامه اړیکې، نړیوالې اړیکې، او یا نورې اړونده برخې ، په یادو برخو کې تر دې په لوړه کچه سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

 

  1. کاري تجربه:اړونده کاري مخینه ( د مالي او حسابداري چارو، بودېجې تنظیمولو او یا اداري او ارتباطاتو په برخه کې ورته مدیریتي او تخصصي دندې او یا هم په یاد بست کې، د موخو دندو، واکونو او مسولیتونو په برخه کې د شرح شویو اړونده مخینو درلودل ) تر لږه لیسانس لپاره درې کاله، ماسټر لپاره دوه کاله، او دوکتورا لپاره یو کال کاري مخینه په پام کې نیول شوې ده.
  2. د هیواد په یوې رسمي ژبې برلاسی ( پښتو یا دري) او په انګلیسي ژبه ( لیکلو او خبرو کولو ) سره بلدتیا.
  3. د دندې اړوند کمپیوټري پروګرامونو کې مهارت درلودل؛

 

د اړینو پاڼو او اسنادو د تسلیمي لارښود