د همغږۍ او مالوماتو کارپوه

 

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون کار اهل کارته د سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو موخو د پلي کولو ښکارندويي کوي، د بشپړې ملکي خدمتونو ادارې جوړولو لپاره د تېرو اعلانونو په دوام  سره لاندینی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د آزادې سيالۍ له لارې د رتب او معاش نوي سيسټم سره سم اعلان ته سپاري.

 

ګڼه د بست عنوان د بست

 رتبه

اړونده رياست د بستونو شمېر د خبرتيا پيل نېټه د خبرتيا پاى نېټه
١      د همغږۍ او مالوماتو کارپوه ۳ د ملکي خدمتونو د ګمارنې بورد ۱ ۱۸/۷/۱۳۹۸ ۲۹/۷/۱۳۹۸

 

په شرايطو وړ کسان نارينه او ښځينه، چې د افغانستان تابعيت ولري؛ کولى شي، چې له (۱۸/۷/۱۳۹۸) نېټې څخه د (۲۹/۷/۱۳۹۸) نېټې ترپایه پورې د ځانګړو غوښتنليکونو فورمې د سهار (٣٠_٨) بجو څخه د کاري ساعت تر بشپړېدو پورې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلکواک کميسيون، بشري سرچينو رياست، د ګومارنې له آمريت څخه چې د دارالامان سناتوريم سړک ته نږدې شتون لري؛ تر لاسه کړي، يادې فورمې دې له کره ډکېدو وروسته له ټولوغوښتل شويو سندونو سره یوځای د اړونده کړنلارې پر بنسټ د ګومارنې آمريت ته وسپاري، همدارنګه نوموړي کولی شي چې د (www.iarcsc.gov.af) ويب سايټ ته مراجعه وکړي او په انلاین توګه ځانګړې فورمې ترلاسه او وروسته له کره ډکېدوغوښتل شويو اسنادو سره  یوځای  د کړنلارې پر بنسټ د سافټ په ډول د (hr@iarcsc.gov.af) ايميل پتې ته په ټاکلې موده کې ولېږي.

یادونه:

له ټاکل شوې نېټې وروسته غوښتنليکونه نه اخيستل کېږي.

 

د ملکي خدمتونو بستونو د دندو لایحه

د بست ټولییز مالومات

 
  د بست د خبرتیا شمېره:  
  د دندې عنوان: د همغږۍ او مالوماتو کارپوه
  بست: ۳
  وزارت/اداره: اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسون
  اړونده څانګه: د ملکي خدمتونو ګمارنې بورد
  د بست ځاى: کابل
  د بست شمېره: ۱
  رپوټ ورکول: اداري آمر ته
  رپوټ اخيستل: نلري
  د بست کوډ:  
  د بياکتنې نېټه: ۱۲/۰۶/۱۳۹۸

 

د دندې موخه: له مرکزي او ولایتي دفترونو سره د ملکي  خدمتونو  تعییناتو بورد  د همغږۍ او کاري اړیکو ټینګول؛

د دندې واکونو او مسولیتونه:

 

  1. د ادارې ټاکل شویو موخو ته د رسیدو لپاره عمومي پلان سره سم میاشتني، درې میاشتني، کلني کاري پلان ترتیبول؛
  2. د ګمارنې بهیرسالم مدیریت لپاره د بشري سرچینو او ګمارنې بورد سره د همغږۍ رامنڅته کول او د ناستو چمتو کول؛
  3. د ملکي خدمتونو ګمارنې بورد سره د وزارتونو اداراتو او د اداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو خپلواک کمیسون مرکزي او ولایتي دفترونو هغږي کول او د اړیکو ټینګول؛
  4. د ملکي خدمتونو لوړ رتبه بستونو د ګمارنې په بهیر کې د ګډون په موخه د پوهنتون استادانو، متخصصینو، مدني ټولنې له غړو او کارپوهانو (اهل خبره) سره د اړیکو ټینګول؛
  5. د ټیټوبستونو ولایتي نوماندانو د ستونځواوغوښتونلیکونو شننل او راټولول، او د اجرایې رئیس ته یې د اړینو لارس رسۍ په موخه وړاندې کول؛
  6. له ولایاتوڅخه د ټیټ رتبه بستونو شکمن نوماندانو د غوښتونلیکونو بیا کتل او راټولول، او د ملکي خدمتونو ګمارنې بورد اجرائیې ریس ته یې وړاندې کول؛
  7. د اداري اصلاحاتو کمیسون ولایتي آمریتونو او ریاستونو کارکوونکو له کړنو څخه د څارنو لپاره د زمینې چمتو کول په ځانګړی ټوګه د ګمارنې له بهیر څخه د څارنې په موخه؛
  8. د ادارې مشرتابه د خبرولو لپاره د اړوند فعالیتونو او لاسته راوړنو میاشتني، درې میاشتني، او کلني راپورونو وړاندې کول؛
  9. د ادارې قوانینو، مقرراتو او موخوسره سم د ټولو هغو دندو ترسره کول چې د واک لرونکو مقاماتو له خو سپارل کېږي؛

 

د ګمارنې شرایط ( د زده کړې کچه او کاري تجربه)

 

د دندې دغه لایحه د ۷، او ۳۴، موادو له مخي د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون په پام کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو په اساس جوړه شوې ده؛

 

  1. لږ تر لږه په ارونده څانګو کې ( ارتباطات، ژورنالیزم، ادبیات، حقوق، اقتصاد، عامه اداره، تجارت، ټولنپوهنه، عامه پالیسي، لوی مدیریت، اطلاعاتو مدیریت) د لیسانس په کچه د زده کړې اسناد ولري او تر دې په لوړه کچه اسناد لرونکو ته لومړیتوب ورکول کیږي؛
  2. په اړونده برخه کې کاري تجربه لږ تر لږه دوه کاله ؛
  3. د هېواد په رسمي ژبو برلاسى: (پښتو يا دري) او په انګليسي ژبې (ويلو او ليکلو) سره بلديتا.؛
  4. د دندې اړوند په کمپیوټري پروګرامونو پوهیدل؛

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د غوښتنلیک فورم