د همکاریو پراختیا امر

 

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون کار اهل کارته د سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو موخو د پلي کولو ښکارندويي کوي، د بشپړې ملکي خدمتونو ادارې جوړولو لپاره د تېرو اعلانونو په دوام سره لاندینی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د آزادې سيالۍ له لارې د رتب و معاش سیستم سره سم اعلان ته سپاري. په شرایطو برابر لیوال غوښتونکي کولی شي چې خپل غوښتونلیکونه په انلاین توګه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون ویپاڼې څخه د (http://lowgrade.iarcsc.com/)لینګ له لارې راولیږي.

د غوښتنې پر مهال د یاد بست   شمېره له لاندې برخې څخه کاپي او د فورم په اړونده برخه کې یې درج کړی.

شماره د بست سرلیک د بست د کوډ شمېره
۱ د همکاریو پراختیا امر HR-059

 

 

مشخصات بست:

د دندې سرلیک:                 د همکاریو پراختیا امر

بســــت:                           دریم

وزارت/اداره:                         د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمیسیون

د بست ځای:                     کابل

د بست شمېر:                   (۱)

اړونده څانګه:                      د همکاریو د پراختیا امریت

راپور ورکول  :                    د اړیکو او اکاډمیکو همکاریو د پراختیا رییس

راپور اخیستل:                   ورته نهادونو سره  د همکارۍ پراختیا کارپوه  د سندونو او منابعو د ډېزاین او کتنې عمومي مدیر   د غونډو د تنظیم عمومي مدیر

تاریخ نشروختم اعلان:          ۰۴/۰۲/۱۴۰۰ الی ۱۲/۰۲/۱۴۰۰

 

د دندې موخه: د همکاریو د پراختیا، د اکاډمیکو فعالیتونو په لاره اچولو او د عامې ادارې د پراختیا  په موخه د بورس ورکوونکو هېوادونو او د کورنیو او بهرنیو اکاډمیکو هېوادونو سره د اړیکو جوړول.  
د دندې واکونه او مسئولیتونه:
تخصصي دندې: ۱٫      د  عامه ادارې د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه، د زده کړه ییزو پروګرامونو(فیلوشیپ) د جذب په موخه د پروپوزل طرحه او تدوین

۲٫      د اړتیاوو مطابق؛ د زده کړه ییزو(فیلوشیپ)، علمي سرچینو او اکاډمیکو پروګرامونو د جذب په موخه، له موسسو او ډونر هېوادونو سره د اړیکو رامنځته کول

۳٫      د د همکاریو د پراختیا امریت د پلان پر  بنسټ، د زده کړه ییزو پروګرامونو په لاره اچولو او د مراحلو بشپړولو څخه څارنه

۴٫      د هوکړه لیکونو، پروتوکولونو، تړونونو او نورو اړوندو سندونو د تدوین، ساتنې او ترتیب مېکانیزم رامنځته کول.

۵٫      د اړیکو او د اکاډمیکو همکاریو د پراختیا ریاست اړوند  د مهمو سندونو د ساتنې د تطبیق مېکانېزم څارنه.

۶٫      له بنسټونو سره د ګډو غونډو جوړولو څخه منظمه څارنه

۷٫      په اغېزمن ډول د اهدافو، پروګرامونو او فعالیتونو د پلي کولو په منظور، اړوند ریاست ته د مسلکي مشورو ورکول.

۸٫      د ټېمي کار کلتور د پیاوړتیا په موخه او د ټېم د فعال غړي په توګه د پلان د اجرا او تطبیق په برخه کې ګډون کول.

 
مدیریتي دندې: ۹٫   د ټاکل شویو موخو د ترلاسه کولو لپاره، د ادارې د عمومي پلان سره سم د میاشتني، ربعوار او کلني پلان چمتو کول.

۱۰٫ تر لاس لاندې کارکوونکو ته ورکشاپونو، سیمینارونو او د کار بهیر زده کړو له لارې د مسلکي مهارتونو لېږد

۱۱٫ تر لاس لاندې کارکوونکو مدیریت او د اجرااتو ارزونه، زده کړو ته د هغوی د اړتیاوو مالومول او تر لاس لاندې کارکوونکو ظرفیت لوړول.

۱۲٫  مستقیم آمر او اړوندو چارواکو ته د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو میاشتني، ربعوار، کلني او د اړتیا په وخت کې د راپور وړاندې کول.

۱۳٫ د قوانینو، مقرراتو او د ادارې د موخو سره سم، د نورو چارو ترسره کول چې د واکمنو چارواکو له خوا یې سپارښتنه کېږي.

 
د همغږۍ دندې: ۱۴٫ د فیلو شیپ د جذب او د ګډو غوندو د جوړولو په موخه، له ملې او نړیوالو بنسټونو سره همغږي کول.

۱۵٫ د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د اړتیاوو سره سم، د فیلوشیپ، د ګډو غونډو او علمي سرچینو د طرحې د چمتو کولو په موخه، د بورسونو د تنظیم امریت او څېړنې ریاست سره همغږي کول.

 
د ګومارنې شرطونه: د دندې دغه لایحه د ملکي خدمتونو د کارکوونکو قانون۷   او ۳۴ مادې موادو ته پام، لږ تر لږه د لاندې شرطونو او معیارونو پربنسټ جوړه شوې ده.  
زده کړې: له دې څانګو په یوې هغې کې د لېسانس سند درلودل: د بشري سرچینو مدیریت، زده کړه ییز مدیریت، حقوق او سیاسي علوم، عامه اداره ، اقتصاد، عامه پالیسی او ټولنپوهنه. ملي او نړیوالو موسسو څخه په یادو څانګو کې د لوړې کچې زده کړو لرونکي ته لومړیتوب ورکول کېږي.  
 
 
کاري تجربه: له دندې سره په تړاو له ملې او نړیوالو موسسو څخه د هېواد دننه یا بهر لږ تر لږه دوه کاله تجربه درلودل  
 
د اړتیا وړ مهارتونه: ۱٫      د هېواد پر یوې ژبې (پښتو یا دري) بر لاسی و اوسي او په انګلیسي ژبه ( لیکلو او خبرو کولو)

سره بلدتیا ولري

۲٫      له دندې سره اړوند کمپیوټري پروګرامونو کې مهارت درلودل.

 
هڅوونکي موارد: أ‌.         د معلولیت لرونکو وګړو د ګومارنې طرزالعمل مطابق، درېیم او او څلورم بست ته (۵) امتیازې نومرې.

ب‌.     د ګومارنې طرزالعمل مطابق ښځو ته (۵) امتیازې نومرې

 
یادونه:  په شرایطو پوره معلولیت لرونکي کسان کولای شي، د دې بست لپاره سیالي وکړي، خو په هغه صورت کې چې د شخص معلولیت  په اداره کې د چارو د ترسره کېدو مخنیوی ونه وکړي.  

________________________________________________________________________________________________

د اړینو پاڼو او اسنادو د تسلیمي لارښود