د هيواد په ۱۵ ولایتونو کې د اداري کار زده کړې رقابتي ازموینه ترسره شوه

د اداري کار زده کړې رقابتي ازموینه همهاله په فاریاب، هلمند، غور، پروان، کونړ، سرپل، پکتیکا، دایکندي، ارزګان، فراه، جوزجان، بادغیس، نیمروز، زابل او نورستان ولایتونو کې ترسره شوه.

د اداري کار زده کړې پروګرام کې د ګډون په موخه، د لوړو زده کړو مؤسسو او پوهنتونونو یو زر او ۴۲۲ تنو فارغینو په حضوري او غیر حضوري ډول، نوم لیکنه کړې وه چې له دې جملې، د غې رقابتي  ازموینې پروګرام ته ۸۹۳ تنو داوطلبانو لار ومونده. د ازموینو په پایله کې ۲۱۰ تنو د لوړو نمرو په ترلاسه کولو سره وکړای شول د اداري کار زده کړې پروګرام کې شامل شي.

د ۱۳۹۹ کال د کار زده کړې اداري پروګرام، د بشري سرچینو مارکیټ د اړتیاوو له مخې، د پوهنتونونو د ۱۳۹۷ او ۱۳۹۸کلونو د (طب برخې پرته) فارغینو ته چې ۷۰ سلنه څوکۍ یې ښځو ته ځانګړې شوې دي، ترسره کېږي.