د هېواد په ۱۳ولایتونو کې د پنځم او شپږم بستونو تعیینات

د ډله ییزې ازموینې د پنځم اوشپږم بستونو د بې پایلې داوطلبانو د بستونو تعیینول، په اختصاصي کود رشته کې د لوړې نمرې، اړوند بست، اړتیا وړ تحصیلي څانګې او جندر په پام کې نیولو سره، د بغلان، تخار، غزني، کاپیسا، کندز، کونړ، لغمان، لوګر، نورستان، نیمروز، هرات، هلمند او میدان وردګو په ولایتونو کې تطبیق شول.

داوطلبان کولی شي د لیدو لپاره یې دغه لینک ته مراجعه وکړي:

http://iarcsc.com/teachers/result

 هغه داوطلبان چې دغو بستونوته بریالي شوي، د ګرځنده تیلیفون له لارې پيغام(SMS) ترلاسه کوي.

نوماندان هغو اطلاعاتو ته په پام سره چې په واک کې یې لري، د دوه کړن چاروله مخې کولی شي په ویبپاڼه کې خپلې پایلې وګوري: لومړۍ د ای ډي نمبر په واردولو او دویم د نوم، پلار نوم او نیکه نوم د واردولو له لارې.

بریالي نوماندان په بست کې د شاملېدو د پړاوونو د بشپړولو لپاره، له تحصیلي سندونو او تذکرې (اصلي اوکاپي) سره شنبه د (غويي۲۸) د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون ولایتي دفترونوته مراجعه وکړي.

پاتې ولایتونو کې به په پنځم او شپږم بستونو کې تعیینات، په نږدې راتلونکې کې عملي شي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون په ۱۳۹۶ لمریزکال کې د ټول هېواد په کچه د ښوونکو او د ملکي خدمتونو د پنځم او شپږم بستونو ډله ییزه ازموینه واخیسته. ډله ییزه ازموینه د کانکور سیستم څخه په ګټنې د ازموینې د ملي ادارې په مرسته ترسره شوه.

د دغې ازموینې په پایله کې ۱۷۷۰۰ تنه د ښوونکو او د ملکي خدمتونو پنځم او شپږم بستونوته بریالي شول.

خو د دغو نوماندانو له جذب او ګومارنې وروسته، د پوهنې په وزارت کې ۱۱۴۹۱ بستونه او د ملکي خدمتونو په ادارو کې زرګونه د پنځم او شپږم بستونه په نښه شول. دغه بستونه په تېره ډله ییزه ازموینه کې شامل نه وو او یا هم د تېرکال په بهیر کې خالي شول.

د کابینې د ۱۳۹۷/۵/۳ نیټې د ۷ شمېرې مصوبې د ۱۴بند د پلي کولو په موخه، کمېسیون و پتیله چې د اړوند بست ځانګړې رشتې په کود نمبر کې د لوړو نمرو، اړتیا وړ تحصیلي څانګې او جندر په پام کې نیولو سره، دغه بستونه د تېرې ډله ییزې ازموینې بې نتیجې نوماندانو څخه ډک کړي.نو له دې امله، داوطلبان د الکترونیکي سیستم او وسایلو له لارې او انساني لاسوهنې پرته د کانکور سیستم له لارې تعیین بست کېږي.