د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې د پنځم او شپږم بستونو تعیینات

د ډله ییزې ازموینې د پنځم اوشپږم بستونو د بې پایلې داوطلبانو د بستونو تعیینول، په اختصاصي کود رشته کې د لوړې نمرې، اړوند بست، اړتیا وړ تحصیلي څانګې او جندر په پام کې نیولو سره، د ارزګان، بادغیس، بامیان، بدخشان، بلخ، پروان، پکتیا، پکتیکا، پنجشیر، جوزجان، خوست، دایکندی، زابل، سرپل، سمنګان، غور، فاریاب، فراه، کندهار او ننګرهار په ولایتونو کې تطبیق شول. په کابل ولایت کې به د پنځم او شپږم بستونو پایلې په نږدې راتلونکې کې اعلام شي.

داوطلبان کولی شي د لیدو لپاره یې دغه لینک ته مراجعه وکړي:

http://iarcsc.com/teachers/result

 هغه داوطلبان چې دغو بستونوته بریالي شوي، د ګرځنده تیلیفون له لارې پيغام(SMS) ترلاسه کوي.

نوماندان هغو اطلاعاتو ته په پام سره چې په واک کې یې لري، د دوه کړن چاروله مخې کولی شي په ویبپاڼه کې خپلې پایلې وګوري: لومړۍ د ای ډي نمبر په واردولو او دویم د نوم، پلار نوم او نیکه نوم د واردولو له لارې.

بریالي نوماندان په بست کې د شاملېدو د پړاوونو د بشپړولو لپاره، له تحصیلي سندونو او تذکرې (اصلي اوکاپي) سره، شنبه د (غبرګولې ۴) د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون ولایتي دفترونوته مراجعه وکړي.

پاتې ولایتونو کې به په پنځم او شپږم بستونو کې تعیینات په نږدې راتلونکې کې عملي شي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون په ۱۳۹۶ لمریزکال کې د ټول هېواد په کچه د ښوونکو او د ملکي خدمتونو د پنځم او شپږم بستونو ډله ییزه ازموینه واخیسته. ډله ییزه ازموینه د کانکور سیستم څخه په ګټنې د ازموینې د ملي ادارې په مرسته ترسره شوه.

د دغې ازموینې په پایله کې ۱۷۷۰۰ تنه د ښوونکو او د ملکي خدمتونو پنځم او شپږم بستونوته بریالي شول.