د هېواد په ۹ ولایتونو کې د ملکي خدمتونو ۶۹ بستونو لپاره ازموینې ترسره شوې

په سمنګان، ډایکنډي، سرپل، کندهار، بلخ، هرات، ننګرهار، خوست او بامیان ولایتونو کې د ملکي خدمتونو ورودي او منځنۍ کچې مدیریت ۶۹ بستونو لپاره د ګومارنې ازموینې ترسره شوې.

یادو ازموینو کې د لوړو زده کړو، اطلاعات او فرهنګ، عامې روغتیا، مالیې، کرنې او مالدارۍ، پوهنې، کار او ټولنیزو چارو، عدلیې، شهیدانو او معلولینو، کلیو پراختیا، اوبو او انرژۍ وزرتونو، سیمه ییزو ارګانونو، تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارو او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون دویم واحدونه شامل وو چې ۹۹۵ تنو پکې د سیالۍ په موخه ګډون کړی وو.

د ګومارنې ازموینې، (خوست) کې د ملکه ثریا، (بلخ) کې د رابعه بلخي، (ننګرهار )کې د شهید موسی شفیق او د هرات، بامیان او کندهار ولایتونو د ازموینو په مرکزونو کې واخیستل شوې.

د ګومارنو په ازموینو کې، د کوید ۱۹ ناروغۍ د خپرېدو مخنیوي په موخه، د روغتیايي تدابیرو ساتل لکه، ټولنیز واټن مراعات کول، ماسک اچول او د ستکلو په لاس کول او د ازموینو مرکزونو ضد عفوني کول په پام کې نیول کېږي.