د ولاياتو د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو امر

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون د کار اهل کار سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو مخو د پلي کولو ښکارندويي کوي؛ د يوې بشپړې ملکي خدمتونو ادارې په جوړولو، د تېرو خبرتياوو د لړيو په څارنه کې دا دى دا ځل (۷) بسته درېيمه رتبه د ولاياتو، د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په اساس د ازادې سيالۍ له لارې د رتب معاش د نوي سيسټم د (سوپر سکيل) معاش په استثنا سره ازادې سيالۍ بیا اعلان ته سپاري:

ګڼه د بست عنوان د بست رتبه اړونده رياست د بستونو شمېر د خبرتيا پيل نېټه د خبرتيا پاى نېټه
١ د ولاياتو د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو امر: سمنگان، بادغیس،نیمروز، ارزگان، بغلان، نورستان او سرپل) ٣ د ولايتونو د اړيکو او همغږۍ رياست ۷ بیا اعلان

۲۴/۱۰/۱۳۹۷

۳۰/۱۰/۱۳۹۷

په شرايطو برابر کسان هم نارينه او هم ښځينه، چې د افغانستان تابعيت ولري؛ کولى شي، چې له (۲۴/۱۰/۱۳۹۷) نېټې نه تر (۳۰/۱۰/۱۳۹۷) پاى ته رسېدو پورې ځانګړي د غوښتنليکونو فورمې له (٣٠_٨) بجو څخه له ماسپښين نه وړاندې د کاري ساعت تر بشپړېدو پورې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلکواک کميسيون، د بشري سرچينو رياست، د ګومارنې له امريت، چې د دارالامان سناتوريم سړک ته نږدې شتون لري؛ تر لاسه کړي، يادې فورمې دې ډېرې کره ډکې او وروسته له ټولو غوښتل شويو سندونو سره د اړونده کړنلارې په اساس بېرته د ټاکنو(ګومارنې) امريت ته وسپاري او يا دې نوموړي (www.iarcsc.gov.af) ويب سايټ ته مراجعه وکړي.

د غوښتنې ځانګړې فورمې بايد تر لاسه او وروسته له کره ډکېدو دې له غوښتل شويو اسنادو سره د کړنلارې په اساس د سافټ په ډول(hr@iarcsc.gov.af) ايميل په پته په ټاکلې موده کې ولېږي.

له ټاکل شوې نېټې وروسته غوښتنليکونه نه اخيستل کېږي.

د ملکي خدمتونو د بستونو د دندو مسؤليتونه:

د بست ټولييز مالومات:

د خبرتيا شمېره:

د دندې عنوان:                     د ولاياتو د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو امر: سمنگان، بادغیس، نیمروز، ارزگان، بغلان، نورستان او سرپل.

بست:                                   (3)

وزارت يا اداره:                       د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون.

د بست ځاى:                        ولايتونه.

د بستونو شمېره:                   (7)

رپوټ ورکول:                        د دارالانشاء لوى رياست ته.

رپوټ اخيستل:                     له لاس لاندې کارکوونکو.

د بيا کتنې نېټه:                    ٣\٧\١٣٩٧

………………………………………………………………………………………………………………………………

د دندې موخه: د کميسيون د برنامو او د ملکي او سيمه ييزو اداراتو د سيسټم د ښه والي لپاره له تقنيني اسنادو سره سم د عامه ادارې پلي کول او خلکو ته د غوره او ګټورو کارونو وړاندې کول.

………………………………………………………………………………………………………………………………..

واکونه، دندې او مسؤليتونه:

١: د کميسيون له ستراتيژيک پلان او موخې سره سم مياشتنى، درې مياشتنى او کلنى کاري پلان ترتيبول او جوړول.

٢: په ملکي اداراتو کې د ولايت په کچه له ټيټ رتبه کارکوونکو د ګومارنې له پروسې او د اسنادو د ښې روڼتيا په ټينګښت کې د تجربه کارو کادرونو له ګومارنې څخه مديريت او څارنه.

٣: د ولايت په کچه د ګډې ازموينې له لارې د مسلکي کدرونو جذبول، همغږي او څارنه کول.

٤: د ګومارنې په پروسه کې د ولايت په کچه د عدالت ټينګښت، د شکمنو کارکوونکو د شکاياتو څارل او مرکز ته د ځانګړو ملکي خدمتونو د کارونو استول.

٥:  د ولايت په کچه شکاياتو ته د لاسرسي بورد د مصوبو د پلي کېدو او نه پلي کېدو له پروسې څارنه او لاس لاندې مقاماتو ته يې د رپوټ استول.

٦: د اړونده ولايت د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د ظرفيت لوړونې لپاره د ښوونيزو برنامو په برخه کې همغږي او د ولايت مقام او د ملکي خدمتونو انسټيټيوټ د عامه او سيمه ييزو کارونو په برخه کې مرسته کول.

٧: د کميسيون له موخو او کاري پلان سره سم په سيمه ييزو ادارو کې، د برنامو د پلي کېدو او په ملکي خدمتونو اداراتو کې د ښو خدمتونو له وړاندې کېدو څخه څارنه کول.

٨: د ولايت د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د کلنيو دندو د کړنو له بهيره او د چارو د کيفيت له ښه والي څخه ارزونه او څارنه.

٩: په اړونده ولايت کې له سيمه ييزو ادارو سره د کارونو د ښه والي په موخه د برنامو د پلي کېدو لپاره اړيکې نيول او همغږي درلودل.

١٠: د مرکز او ولاياتو په منځ کې دوه اړخيزه روڼتيا او د حساب ورکونې د اصل په پام کې نيولو سره په وخت له خپلو کړنو څخه ډاډ لاسته راوړل.

١١: د ولايت په اداري غونډو کې ګډون کول او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د لاسته راوړنو منعکسول او د ولايتي مشرۍ ځانته پام را اړول.

١٢: د ولايت په کچه له بېلابېلو بنسټونو لکه مدني ټولنې، ځوانان، ديني عالمان او د ملکي خدمتونو له کارکوونکو سره د کميسيون له کړنو د غونډو په جوړولو کې د هغوى خبرول او ورسره ښې او اغېزمنې اړيکې نيول.

١٣: د اړوند رياست کاري پلان د پلي کېدو او د اړتياوو پوره کولو په موخه بوديجوي او تدارکاتي پلان ترتيبول او جوړول.

١٤: د لاس لاندې کارکوونکو د کړنو د ښه والي په موخه د انګېزې رامنځته کول، د کار اغېزمنتوب او پياوړي کول، د روزنیزو اړتیاوو د پېژندنې په اساس د لوړتياوو لوړول.

١٥: د ترسره شوو کارونو پر وخت د مسلکي زده کړو، ورکشاپونو، سيمينارونو او غوره ښوونيزو زده کړو له لارې پراختيا ورکول.

١٦: له اړونده فعالیتونو او لاسته راوړنو څخه میاشتني، درې میاشتني او کلني رپوټونه د ضرورت په وخت کې ذيصلاح مقاماتو ته د اړونده برخو د فعاليتونو او لاسته راوړنو خبر ورکول او وړاندې کول.

١٧: له قوانینو او مقرراتو سره سم د مسؤلینو له خوا د ورکړل شوو دندو ترسره کول.

د ګومارنې شرايط(د زده کړې کچه او کاري تجربه)

لږ تر لږه د ياد بست د لاس ته راوړلو لپاره اړين شرايط د ملکي خدمتونو کارکوونکو د قانون په (٧) او (٣٤) مادو کې ثبت او راغلي دي:

١: لږ تر لږه د زده کړې سند يې لېسانس، له يادو څانګو: عامه ادارې، اداره او تجارت، عامه پاليسي، د بشري سرچينو مديريت، حقوق او سياسي علوم، اقتصاد، ټولنپوهنه، اړيکې او حکومتولي او په نوموړو څانګو کې لوړو زده کړو ته لومړيتوب ورکول کېږي.

٢: لږ تر لږه په اړونده (د بشري سرچينو، په مشابه تخصصي مديريتي او د همغږۍ په چارو، اړيکو، څارنې او د نوموړي بست د ټولو ثبت شوو مسؤليتونو او دندو پر اساس) دوه کلنه کاري تجربه.

٣: د هېواد په رسمي ژبو برلاسى: (پښتو؛ يا دري) او له انګليسي ژبې سره بلديتا.

٤: د دندې اړونده په کمپيوټري پروګرامونو کې بلدتيا.

د بست امتیازات:

استثنایی معاش (سوپراسکیل) د مادي استثنایی امتیازاتو د کړنلاری پر اساس

__________________________________________________

دغوښتنلیک فورم