د ولایتونو د ګومارنې په مرکزونو کې ۲۰۱ تنو په کمپيوټري ازموینو کې ګډون وکړ.

د بلخ ولایت رابعه بلخي، د ننګرهار ولایت د شهید محمد موسی شفیق او د بامیان ولایت د کمپیوټري ازموینو مرکزونو کې په شرایطو برابر دوه سوه یو تنو د ولایتي منځنۍ کچې مدیریت او ورودي کچې ۱۱ بستونو ترلاسه کولو لپاره په سیالیو کې ګډون وکړ.
داوطلبانو د احصایې او معلوماتو ادارې، د اوبو چارو تنظیم ادارې او سیمه ییزو ارګانونو ادارې بستونو ترلاسه کولو لپاره سیالۍ وکړې.