د ولایتي اسنادو تعقیبولو کارپوه

 

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون کار اهل کارته د سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو موخو د پلي کولو ښکارندويي کوي، د بشپړې ملکي خدمتونو ادارې جوړولو لپاره د تېرو اعلانونو په دوام  سره لاندینی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د آزادې سيالۍ له لارې د رتب او معاش نوي سيسټم سره سم اعلان ته سپاري.

 

ګڼه د بست عنوان د بست

 رتبه

اړونده رياست د بستونو شمېر د خبرتيا پيل نېټه د خبرتيا پاى نېټه
١ د ولایتي اسنادو تعقیبولو کارپوه ۳ د ولایاتو داړیکو او همغږۍ ریاست ۱ ۱۴/۷/۱۳۹۸ ۲۴/۷/۱۳۹۸

 

په شرايطو وړ کسان نارينه او ښځينه، چې د افغانستان تابعيت ولري؛ کولى شي، چې له (۱۴/۷/۱۳۹۸) نېټې څخه د (۲۴/۷/۱۳۹۸) نېټې ترپایه پورې د ځانګړو غوښتنليکونو فورمې د سهار (٣٠_٨) بجو څخه د کاري ساعت تر بشپړېدو پورې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلکواک کميسيون، بشري سرچينو رياست، د ګومارنې له آمريت څخه چې د دارالامان سناتوريم سړک ته نږدې شتون لري؛ تر لاسه کړي، يادې فورمې دې له کره دکولو وروسته له ټولوغوښتل شويو سندونو سره یوځای د اړونده کړنلارې پر بنسټ د ګومارنې آمريت ته وسپاري، همدارنګه کولۍ شي چې د (www.iarcsc.gov.af) ويب سايټ ته مراجعه وکړي او په انلاین توګه ځانګړې فورمې ترلاسه او وروسته له کره ډکېدوغوښتل شويو اسنادو سره  یوځای  د کړنلارې پر بنسټ د سافټ په ډول د (hr@iarcsc.gov.af) ايميل پتې ته په ټاکلې موده کې ولېږي.

یادونه:

له ټاکل شوې نېټې وروسته غوښتنليکونه نه اخيستل کېږي.

 

  د ملکي خدمتونو بستونو د دندو لایحه

 

د بست ټولییز مالومات                           

د بست خبرتیا شمېره:    
د دندې سرلیک: د ولایتي اسنادو د تعقیبولو کارپوه  
بست: ۳  
وزارت یا اداره: د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسون  
اړونده څانګه: د ولایاتو د اړیکو او همغږۍ ریاست / د دارالانشاء لوی ریاست  
د بست ځای: کابل  
د بست شمېر: ۱  
راپور ورکول: د ولایتي اړیکو آمر  
راپور اخیستل:    
د بست کوډ:    
د بیا کتنې نېټه: ۰۹/۰۷/۱۳۹۸  

…………………………………………………………………………………………………………………………………….

د دندې موخه: د پر وخت او اغیزمند کړنو په موخه، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ولایتي دفترونو او مرکز تر منځ د اداري مراسلاتو ( استولو رااستولو ) تعقیبول او همغږي رامنځته کولږ

……………………………………………………………………………………………………………………………..

د دندې واکونه او مسولیتونه:

  1. ټاکل شویو موخو ته د رسیدو لپاره د ریاست د پلان سره سم، میاشتني، درې میاشتني، او کلني کاري پلان ترتیبول؛
  2. د اسنادو د تعقیبول په موخه، د ولایتي او مرکزي ادارو تر منځ د اغیزمنو اړیکو او غمغږۍ تامینول؛
  3. ولایتي دفترونو څخه د مکتوبونو، وړاندیزونو موندل او ترلاسه کول،او مرکزي اړونده څانګو ته یې استول، د پروخت کړنو تر سره کولو لپاره؛
  4. ولایتي دفترونو ته، د کمیسون مقام او نورو بیلابیلو مرکزي دفترونو اړوند د ټولو لارښودو اسنادونو، مصوباتو تصمیمونواو د پریکړو استول،
  5. د ولایتي دفترونو په کاري چارو کې د چټکتیا راوستو لپاره، د ولایتي دفترونو ایمیلونو، او غوښتنلیکونو ته لاسرسی کول؛
  6. د مرکز بیلابیلو برخو کې د ولایتي اسنادو تعقیبول، او د موضوع په اړه د قانوني کړنوڅخه ډاډ ترلاسه کول؛
  7. د ولایاتو په کچه د کړنو د ښه والي په موخه، د ولایاتو او مرکزي برخو ترمنځ د همغږۍ ځواکمنول؛
  8. د ملکي خدمتونو انستیتوت او ولایتي دفترونو په هغږۍ د ولایتي ښوونیز پروګرامونو دایرولول، د کارکوونکو د خبرتیا کچې لوړولو په موخه؛
  9. د کمیسون ولایتي دفترونو ته د ریفورمونو، قوانینو، او پالیسیو لیږدولو څخه ډاډ ترلاسه کول؛
  10. د ولایاتو او مرکز تر منځ د کړونو په یووالي کې هڅه کول؛
  11. د ادارې مشرتابه خبرولو لپاره د اړوند فعالیتونو او لاسته راوړنو میاشتني، درې میاشتني، او کلني راپورونو وړاندې کول؛
  12. د اداري موخو، قوانینو، مقرراتو سره سم د ټولوهغو دندو تر سره کول چې د واک لرونکو مقاماتو له خوا سپارل کېږي ؛

د ګمارنې شرایط ( د زده کړې کچه او کاري تجربه)

د دندې دغه لایحه د ۷، او ۳۴، موادوله مخي د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون په پام کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو په اساس جوړه شوې ده؛

  1. لږ تر لږه په یادو څانګو کې ( د بشریي سرچینو مدیریت، ارتباطات، عامه اړیکو، عامه اداره، اداره و تجارت، عامه پالیسي، حکومتوالې، اداره اومنجمنت، عمومي مدیریت، حقوق او سیاسي علوم، اقتصاد، ادبیات، ژورنالیزم، ټولنیز علوم، او تر دې په لوړه کچه سند  لرونکو ته لومړیتوب ورکول کیږي؛
  2. په اړونده برخه کې کاري تجربه لږ تر لږه دوه کال؛
  3. د هېواد په رسمي ژبو برلاسى: (پښتو يا دري) او انګلیسي ژبې سره بلدتیا (لیکل او ویل)؛
  4. د دندې اړوند په کمپیوټري پروګرامونو پوهیدل؛

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د غوښتنلیک فورم