د ولسي جرګې یو شمېر غړو د کمېسیون لیدنه وکړه

د ولسي جرګې یو شمېر غړو د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون فعالیتونو د ستاینې په خواکې، په ملکي خدمتونو کې د اصلاحي پروګرامونو په اړه د کمېسیون له مشر تابه سره خبرې وکړې.
د ولسي جرګې منشي او د هلمند د خلکو استازو کریم اتل او میرویس خادم، د هرات ولایت د خلکو استازي الحاج شاپور خان، د کندهار ولایت د خلکو استازو حاجي روح الله خان زاده، خلیل مجاهد، او سید مقتدا میران ، د ارزګان ولایت د خلکو استازي قدرت الله رحیمي، د لوګر ولایت د خلکو استازي خالد مهمند د جوزجان ولایت د خلکو استازې عالمه صدف کریمي، د بادغیس ولایت د خلکو استازي ضیاء الدین اکازي او د فراه ولایت د خلکو استازي عبدالغفار ارمان، په دغه پلاوي کې شامل وو.
د ولسي جرګې یادو غړو او د یادو ولایتونو استازو د ازموینو د منځپانګې جوړولو او څېړنو مرکز، د فاطمې قادریان او روباټ جوړونکو نجونو ازموینو مرکز، د مراجعینو خدمتونو مرکز، اوتارسینګ تالار، راشد خان او کرکټ لوبډلې بلاک او روح الله نیکپا بلاکونو څخه لیدنه وکړه او د کمېسیون له لاسته راوړنو په تېره په ولایتونو کې یې د کمپیوټري ازموینو مرکزونو د پراختیا ستاینه وکړه.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون مشرتابه په ولسي جرګه کې د یادو ولایتونو د خلکو له استازو وغوښتل څو په ملکي خدمتونو کې د اصلاحي پروسو ملاتړ وکړي.