د ویبپاڼې مسئول

 

 

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون کار اهل کارته د سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو موخو د پلي کولو ښکارندويي کوي، د بشپړې ملکي خدمتونو ادارې جوړولو لپاره د تېرو اعلانونو په دوام سره لاندینی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د آزادې سيالۍ له لارې د رتب او معاش نوي سيسټم سره سم اعلان ته سپاري. په شرایطو برابر لیوال غوښتونکي کولی شي چې خپل غوښتونلیکونه په انلاین توګه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون ویپاڼې څخه د (http://lowgrade.iarcsc.com/)لینګ له لارې راولیږي.

د غوښتنې پر مهال د یاد بست   شمېره له لاندې برخې څخه کاپي او د فورم په اړونده برخه کې یې درج کړی.

شماره د بست سرلیک د بست د کوډ شمېره
۱ د ویبپاڼې مسئول HR-019

 

 

مشخصات بست:

د دندې سرلیک:                   د ویبپاڼې مسئول

بســــت:                            دریم

وزارت/اداره:                       د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمیسیون

د بست ځای:                    کابل

د بست شمېر:                  (۱)

اړونده څانګه:                     د عامه اړیکو او ویاند د اطلاعاتو ریاست

راپور ورکول  :                     د خپرونو او منځپانګې آمر

راپور اخیستل:                   نه لري

تاریخ نشروختم اعلان:          ۰۲/۰۶/۱۳۹۹ الی ۱۳/۰۶/۱۳۹۹

 

د دندې موخه: د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون ویبپاڼې اړوندو چارو مدیریت کول؛

………………………………………………………………………………………………………………………………………………………..

د دندې واکونه او مسولیتونه:

تخصصي دندې:

  1. د مستقیم آمر او واک لرونکو چارواکو لارښوونې سره سم، د کمیسیون ویبپاڼه کې د مطالبو ډیزاینول او اپلوډول؛
  2. د کمیسیون بیلابیلو اصلاحاتو او کړنو په اړه د راپورونو، خبرونو او نورو مطالبو راټولول او د کمیسیون په ویبپاڼه کې یې خپرول؛
  3. د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون د ویباڼې راپورونو، خبرونو او نویو مطالبو څخه څارنه کول؛
  4. د کمیسیون اړوند فیسبوک او نورو ټولنیزو پاڼو کې د راپورونو، خبرونو، په خپرولو او ډیزاینولو کې همکاري کول؛
  5. کمیسیون کې د غږیزو او انځوریزو چمتو شویو برنامو متناسبول او اړونده ویبپاڼه کې یې خپرول؛
  6. د کمیسیون ویبپاڼې ابډیت کول او د اړوندو ټولنیزو پاڼو په نوي کولو کې مرسته کول؛
  7. د هغو مطالبو تنظیمول او بیاکتل چې د کمیسیون ولایتي سایټ مسولینو له خوا د ریاستونواو آمریتونو له لارې رالېږل کېږي؛
  8. د کمیسیون په سایټ کې د اپلوډولو د سمونوالي په اړه د مطالبو او مالوماتو لېږدولو لپاره، د کمیسیون اړوندو برخو اود ملکي خدمتونو نورو ادارو تر منځ د همغږۍ رامنځته کول؛
  9. کار اخیستونکو ته د ادارې د کړنو په هکله د خبرتیا ورکولو لپاره په وخت سره د ویبپاڼې د موضوعاتو او مالوماتو نوي کولو په اړه د اړینو پریکړو نیول؛

مدیریتي دندې:

  1. د آمریت يلان سره سم، ټاکل شویو موخو ته د رسېدو لپاره، میاشتني ، درې میاشتني او کلني کاري پلان طرحه او ترتیبول؛
  2. واک لرونکو مقاماتو ته د اړونده فعالیتونو او لاسته راوړنو میاشتني، درې میاشتني، او کلني راپورونو وړاندې کول.
  3. د اداري قوانینو، مقرراتو او موخوسره سم د ټولو اړوندو دندو ترسره کول چې د واک لرونکو مقاماتو له خو سپارل کېږي.

د همغږۍ دندې:

  1. په اړونده ویبپاڼه کې د ملکي خدمتونو د بستونو د خبرتیا خپرولو په موخه، د کمیسیون اړوندو برخو سره د اړیکو او همغږۍ ټینګول.؛

————————————————————————————————————-

د ګومارنې شرایط ( د زده کړې کچه او کاري تجربه)

د دندې دغه لایحه د ۷، او ۳۴، موادوله مخي د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون په پام کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو په اساس جوړه شوې ده.

  1. تحصیلي رشته: لږ تر لږه په یادو څانګو کې د لیسانس په کچه د زده کړې اسناد ولري : مالوماتي تکنالوژي، د کمپیوترعلوم، د کمپیوټر انجینري، پروګرام لیکنه، د تکنالوژۍ مدیریت، نټورکینګ، کمپیوټرساینس، ژورنالیزم، ارتباطات، ادبیات، او په یادو برخو کې تر دې په لوړه کچه اسناد لرونکو ته لومړیتوب ورکول کیږي.
  2. کاري تجربه: لږ تر لږه د لیسانس په کچه تحصیلي اسناد لرونکي د ( د ویب پاڼې ډیزاینول ، د پروګرام لیکنې لسان، لکه: HTML، CSS، script، Java،  PHP، او د بست د واکونو او مسولیتونو په برخه کې ، ټولو ځای پر ځای شویو مواردو کې  یو کال کاري تجربه ولري؛

اړین مهارتونه:

  1. د هېواد په رسمي ژبو: (پښتو؛ دري) او په انګليسي ژبې برلاسۍ واوسي.
  2. د دندې اړوند په کمپیوټري پروګرامونو کې مهارت ولري.

هڅونې:

الف: د دریم او څلورم بستونو،  معلول نوماندانو لپاره (۵) امتیازي نمرې او د لومړي او دویم بستونومعلول نوماندانو لپاره (۳) امتیازي نومرې  د معلولیت لرونکو نوماندانو د ګومارنې کړنلارې پر بنسټ ټاکل شوي دي؛

ب : ښخینه نوماندانو لپاره (۵) امتیازي نمرې د ګومارنې کړنلارې پر بنسټ ټاکل شوي دي.

____________________________________________________________________________________

د اړینو پاڼو او اسنادو د تسلیمي لارښود