د ویدیو ادیتور او گرافیک دیزاینر

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون کار اهل کارته د سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو موخو د پلي کولو ښکارندويي کوي، د بشپړې ملکي خدمتونو ادارې جوړولو لپاره د تېرو اعلانونو په دوام  سره لاندینی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د آزادې سيالۍ له لارې د رتب او معاش نوي سيسټم سره سم اعلان ته سپاري.

 

ګڼه د بست عنوان د بست

 رتبه

اړونده رياست د بستونو شمېر د خبرتيا پيل نېټه د خبرتيا پاى نېټه
١ د ویدیو ادیتور او گرافیک دیزاینر ۳ د اطلاعاتو، عامه اړیکو او ویاند ریاست ۱ ۲۵/۸/۱۳۹۸ ۶/۹/۱۳۹۸

 

په شرايطو وړ کسان نارينه او ښځينه، چې د افغانستان تابعيت ولري؛ کولى شي، چې له (۲۵/۸/۱۳۹۸) نېټې څخه د (۶/۹/۱۳۹۸) نېټې ترپایه پورې د ځانګړو غوښتنليکونو فورمې د سهار (٣٠_٨) بجو څخه د کاري ساعت تر بشپړېدو پورې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلکواک کميسيون، بشري سرچينو رياست، د ګومارنې له آمريت څخه چې د دارالامان سناتوريم سړک ته نږدې شتون لري؛ تر لاسه کړي، يادې فورمې دې له کره ډکېدو وروسته له ټولوغوښتل شويو سندونو سره یوځای د اړونده کړنلارې پر بنسټ د ګومارنې آمريت ته وسپاري، همدارنګه نوموړي کولی شي چې د (www.iarcsc.gov.af) ويب سايټ ته مراجعه وکړي او په انلاین توګه ځانګړې فورمې ترلاسه او وروسته له کره ډکېدوغوښتل شويو اسنادو سره  یوځای  د کړنلارې پر بنسټ د سافټ په ډول د (hr@iarcsc.gov.af) ايميل پتې ته په ټاکلې موده کې ولېږي.

یادونه:

له ټاکل شوې نېټې وروسته غوښتنليکونه نه اخيستل کېږي.

 

د ملکي خدمتونو بستونو د دندو لایحه

د بست ټولییز مالومات

د بست د خبرتیا  شمېره:
د دندې سرلیک: ویدیو ادیتور او گرافیک دیزاینر
بست: ۳
وزارت یا اداره: د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسون
اړونده څانګه : د اطلاعاتو ریاست، ویاند او عامه ارتباط
د بست ځای : کابل
د بست شمېر : ۱
راپور ورکول : د تولید آمر ته
راپور اخیستل: نلري
د بست کود: ۶۲-۹۰-۰۳-۰۱۰
د بیا کتنې نېټه: ۸/۸/۱۳۹۸

……………………………………………………………………………………………………………………………………

د دندې موخه : د کمیسون مطبوعاتي انځورونو، اډیو ، ویډیو، او چاپ شویو موادو طراحي کول، ایډیټول، او ډیزاینول.

…………………………………………………………………………………………………………………………………….

د دندې واکونه او مسولیتونه:

  1. ټاکل شویو موخو ته د رسیدو لپاره، د آمریت پلان سره سم د میاشتني، درې میاشتني، او کلني کاري پلان طرح او ترتیبول.
  2. د ټولنیرو پاڼو اډیو، تصویر او چاپي موادو لپاره، په نوښتونو او جلا ډول سره د ډیزاینونو طراحي کول.
  3. د انیمیشننونو جوړولو او ډیزاینولو، طراحي کول.
  4. تبلیغاتي برخو لپاره د پوسټرونو، بنرونو، او انفوګرافیکونو ډیزاین او طراحي کول.
  5. د D2 ، ۳ Dپرمختللي سیستم په کارولو سره د کمیسون اړونده رادیوي، تلویزوني او نورو برناموو اډیت کول.
  6. ټولنیزو شبکو ته د لنډو ويډیو ګانو طرح کول او جوړول.
  7. د کمیسون مطبوعاتي برخو کې د تازه کارونو لپاره د نوي فکر او طرحې رامنځته کول.
  8. مقاماتو ته د خبرتیا لپاره، د اړونده فعالیتونو او لاسته راوړنو درې میاشتني، کلني، او عین ضرورت راپورونو وړاندې کول.
  9. د قوانینو.مقرراتو او ادارې موخو سره سم، د ټولو هغو اړوندو دندو تر سره کول چې د مقاماتو له خوا سپارل کیږي.

………………………………………………………………………………………………………………………………….

د ګمارنې شرایط ( د زده کړې کچه او کاري تجربه)

د دندې دغه لایحه د ۷،او ۳۴، موادو له مخي د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون په پام کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو پر بنسټ جوړه  شوې ده.                                               

  1. لږ تر لږه په یادو رشتو کې د لیسانس په کچه د زده کړې اسناد ولري: ( ژورنالیزم، گرافیک دیزان، ښکلي هنرونه) او تر دې په لوړه کچه تحصیلي اسناد لرونکو ته لومړیتوب ورکول کیږي.
  2. لږ تر لږه په اړونده برخه کې دوه کاله کاري تجربه ولري.
  3. د هیواد په یوې رسمي ژبې بر لاسی (پښتو یا دري) او په انګلیسي ژبه ( لیکل او خبرې کول)
  4. د دندې اړوند په کمپیوټري پروګرامونو کې مهارت درلودل.
  5. د شرایط وړ، معلول وګړي کولی شي یاد بست ته نوم لیکنه وکړي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د غوښتنلیک فورم