د ١٤مياشتنۍ روزنيزې دورې لپاره د نږدې اته سوه تنو سيالي

د منځني مديريت د پراختيا کچې برنامې د دويمې دورې ازموينه، د پايلو لپاره د ظرفيت لوړونې پروګرام  (CBR) له لوري د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون په انستيتيوت کې تر سره شوه.

په دې ازموينه کې د ٣٣ بنسټونو نږدې اته سوه کارکوونکو ګډون کړى وو چې له دې ډلې وروستي پړاو ته سل کسان د منځني مديريت ١٤مياشتنۍ روزنيزې برنامې ته لاره پيدا کوي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواکې ادارې کمېشنر ميوند رهياب، د منځني مديريت د پراختيا کچې روزنيزه برنامه د حکومت د کارکوونکو د ظرفيت لوړونې لپاره ښه فرصت وباله او ويې ويل:(( د منځني مديريت د پراختيا کچې روزنيزې برنامې دويمه دوره په حکومت کې د اصلاحاتو د فصل له پيل سره هم مهال ده او په ځانګړې توګه په اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسيون کې.))

ښاغلي رهياب د اصلاحاتو پيل کړې برنامې خلکو ته ددولت د غوره خدمتونو لامل او نښه وبللې او ويې ويل: ((کمېسيون د ملکي خدمتونو په بنسټونو کې د غوره خدماتو لپاره د اصلاحاتو پراخې برنامې پيل کړي .موږ هيله من يو چې د دغې ١٤مياشتنۍ روزنيزې دورې له پاى ته رسېدو وروسته هر يو له تاسو څخه ارزښتونو ته د باوري رهبرانو په توګه، د افغانستان وګړو ته د اغېزمنو خدماتو وړاندې کولو ته ژمن او په ادارو کې د پوه او په مهارت د سمبالو کسانو په څېر په مسووليت او اغېزمنتوب سره تبارز وکړئ.))

ورپسې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون کمېشنر ډاکټر حشمت الله هاشمي په ملکي خدمتونو بنسټونو کې د ښځو د ظرفيت لوړونه اغېزمنه وبلله او ويې ويل: ((په دې روزنيزه برنامه کې پنځوس سلنه ګډون کوونکي ښځې دي.))

د منځني مديريت د پراختيا کچې لومړۍ روزنيزه برنامه، چې د پايلو لپاره د ظرفيت لوړونې پروګرام (سي بي ار) له لوري د ملکي خدمتونو د انستيتيوت په مرسته جوړه شوې وه ، درې اتيا تنه ترې فارغ شول.