د ټاکنو خپلواک کمېسیون د پنځو ولایتي لوړ رتبه بستونو لپاره، کمپیوټري ازموینه واخیستل شوه

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د زابل، غزني، هلمند، بلخ او میدان وردک ولایتونو د ریاستونو بستونو داوطلبانو لپاره کمپیوټري ازموینه ترسره کړه.

د دغو بستونو د ترلاسه کولو لپاره ۳۹ تنو داوطلبانو د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د ازموینو په مرکز کې سیالي وکړه.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولایتي لوړ رتبه بست لپاره نوماند، سید جلال وايي:«د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په خپلواک کمېسیون کې د ازموینې له پروسې راضي یم. د مدیریتي مسایلو سربېره، د ټاکنو د قوانینو په اړه هم پوښتنې طرحه شوې وې چې زما له نظر عالي وې.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د بستونو سربېره، ۳۷ تنو نورو  د جوزجان ولایت د ښځو چارو ریاست، پارلماني چاروکې د دولت وزارت سلاکار، د پکتیکا ولایت د عدلیې ریاست او د کرنې او مالدارۍ وزارت د خاورې پېژندنې ریاست لپاره سیالي وکړه.