د ټاکنو خپلواک کمېسیون د یوولس لوړ رتبه بستونو کمپيوټري ازموینه ترسره شوه

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د یوولس لوړ رتبه بستونو د داوطلبانو لپاره کمپيوټري (تحریري) ازموینه ترسره کړه.

د دغو بستونو د داوطلبانو شمېر، ۱۰۳ تنه وو، چې  په پنجشیر، سرپل، لوګر، نیمروز، کاپيسا، خوست، فاریاب او هرات کې  د کمېسیون  ولایتي ریاستونو او دغه راز، د کابل ولایتي دفتر، د بهرنیو اړیکو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاستونو د مرکزي  بستونو ترلاسه کولو لپاره یې سیالي وکړه.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د لوړ رتبه بستونو نوماندانو ، د دغو بستونو د کمپیوټري (تحریري) ازموینې ترسره کولو هرکلی وکړ.

ازموینې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د مسوولینو او د ټاکنو خپلواک کمېسیون د صلاحیت لرونکو استازو په شتون کې،  د فاطمې قادریان او ربات جوړونکو نجونو د ډلې د ازموینو په مرکز کې واخیستل شوې.