د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ۱۹ لوړ رتبه بستونو تحریري ازموینې پروسه پای ته ورسېده

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د ازموینو په مرکز کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مرکزي او ولایتي ۱۹ لوړ رتبه بستونو تحریري(کمپيوټري) ازموینه ترسره شوه.

په ولایتي بستونو کې د هرات، زابل، هلمند، بلخ، میدان وردګ، پنجشیر، سرپل، لوګر،نیمروز، فاریاب، بادغیس، غزني او خوست د ټاکنو چارو ریاستونه او مرکزي بستونو کې د کابل ولایت د ټاکنو چارو ریاست، د بهرنیو اړیکو ریاست، د تکنالوژي ریاست، د بشري سرچینو ریاست او په عملیاتي چارو کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا معاونیت شاملېږي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د لوړ رتبه بستونو تحریري ازموینه، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د غړو محترم اورنګ زیب او محترم محمد حنیف دانشیار او د ټاکنو اړوند بنسټونو او مدني ټولنې بنسټونو ترڅار لاندې واخیستل شوه.

د ټاکنو تعدیل شوي قانون د ۲۳ مادې لومړۍ فقرې کې د درج شوي حکم له مخې، د کمېسیون د ولایتي دفترونو او دارالانشا دایمي کارکوونکي د ځانګړې کړنلارې له مخې، کوم چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون  او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون لخوا په ګډه وضع کېږي، د ازادې سیالۍ له لارې ګومارل کېږي.

د وضع شوي کړنلارې له مخې، د ټاکنو خپلواک کمېسیون  د دایمي کارکوونکو د ګومارنې او ټاکنو په بهیر کې باید بې پرې والی، روڼوالی، وړتیا او مثبت جنسیتي تبعیض مراعات شي او د ګومارنې او تعییناتو د ټولو بهیرونو څخه د ټاکنو اړوند نړیوالو بنسټونو او مدني ټولنو د څار زمینه هم برابره شي.

کړنلاره، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د اصلي مالک په توګه مکلف کوي څو ټول بستونه چې ګومارنې او د بست ټاکلو ته اړتیا لري، په نښه کړي او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون سره یې شریک کړي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون مسوولیت لري څو د مهال وېش له رعایت سره، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دایمي بستونو د داوطلبانو تحریري ازموینه، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د ازموینو په مرکز کې واخلي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د دغې پروسې د اسانه کوونکي په توګه، د ټاکنو د ترسره کولو لپاره د وخت د محدودیت په پام کې نیولو سره، د ټاکنو کمېسیون د کارکوونکو ګومارلو ته کاري لومړیتوب ورکړي او د ټاکنو خپلواک کمېسیون سره په تفاهم کې یې د تحریري ازموینې پروسه نن پای ته ورسوله.

د کړنلارې له مخې، د تقریري ازموینې کمېټه، باید د ټاکنو خپلواک کمېسیون په مقر کې ترسره شي. د تحریري ( کمپيوټري) ازموینې د پایلې له مخې، ۷۳ تنه توانېدلي چې تقریري ازموینې ته لار پیداکړي.