د ټولنيزو پاڼو مسؤل

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون د کار اهل کار سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو مخو د پلي کولو ښکارندويي کوي؛ د يوې بشپړې ملکي خدمتونو ادارې په جوړولو، د تېرو اعلانونو په دوام لاندنی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د ازادې سيالۍ له لارې د رتبو او معاشونو د نوي سيسټم سره سم اعلان بیا ته سپاري:

ګڼه

د بست عنوان

د بست رتبه

اړونده رياست

د بستونو شمېر

د خبرتيا پيل نېټه

د خبرتيا پاى نېټه

١

د ټولنيزو پاڼو مسؤل

۴

د اطلاعاتو، عامه اړیکو او د ویاند ریاست

 

۱

۸/۱۲/۱۳۹۷

۱۸/۱۲/۱۳۹۷

 په شرايطو وړ کسان نارينه او ښځينه، چې د افغانستان تابعيت ولري؛ کولى شي، چې له (۸/۱۲/۱۳۹۷) نه تر (۱۸/۱۲/۱۳۹۷) نېټې پاى ته رسېدو پورې ځانګړي د غوښتنليکونو فورمې له (٣٠_٨) بجو څخه له مخکې له غرمې د کاري ساعت تر بشپړېدو پورې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلکواک کميسيون، د بشري سرچينو رياست، د ګومارنې له امريت، چې د دارالامان سناتوريم سړک ته نږدې شتون لري؛ تر لاسه کړي، يادې فورمې دې ډېرې کره ډکې او وروسته له ټولو غوښتل شويو سندونو سره د اړونده کړنلارې په اساس بېرته د ټاکنو(ګومارنې) امريت ته وسپاري او يا دې نوموړي (www.iarcsc.gov.af) ويب سايټ ته مراجعه وکړي.

د غوښتنې ځانګړې فورمې بايد تر لاسه او وروسته له کره ډکېدو دې له غوښتل شويو اسنادو سره د کړنلارې په اساس د سافټ په ډول(hr@iarcsc.gov.af) ايميل په پته په ټاکلې موده کې ولېږي.

له ټاکل شوې نېټې وروسته غوښتنليکونه نه اخيستل کېږي.

 

د ملکي خدمتونو د بستونو دندې

 

د بست ټولييز مالومات:

د بست خبرتيا شمېره:

 

د دندې عنوان:

 د ټولنيزو پاڼو مسؤل.

بست:

(۴)

وزارت/یا اداره:

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون.

د بست ځاى:

کابل

د بست شمېره:

(۱)

رپوټ ورکول:

د محتوا او نشرياتو امر ته.

رپوټ اخيستل:

نه لري.

د بياکتنې نېټه:

۶/۸/۱۳۹۷

……………………………………………………………………………………………………………………………….

د دندې موخه:

د کميسيون ټولنيزې پاڼې د اړونده ادارې د پاليسيو په برابرۍ سره مديريت او پرمخ وړل.

……………………………………………………………………………………………………………………………………..

واکونه او د دندې مسؤليتونه:

۱٫ د امريت له پلان او غوښتل شوو موخو سره سم مياشتنى، درې مياشتنى او کلنى کاري پلان ترتيبول او جوړول.

۲٫ د کميسيون ټولنيزو پاڼو لپاره پاليسۍ جوړول او پرمخ وړل.

۳٫ د کميسيون ټولنيزې پاڼې د بستونو د خبرتياوو، پوهاوي، خبرونو او د اړونده ټولو موادو لپاره پرمخ وړل، ډيزاينول او جوړول.

۴٫   د کميسيون په ټولنيزو پاڼو کې د کميسيون د وړتياوو او لاسته راوړنو په اړه عامه پوهاوى او مديريت کول.

۵٫   د کميسيون له ټولو ټولنيزو پاڼو څخه څارنه او کتنه؛ په هغه وخت کې، چې د اړونده پاليسۍ په نظر کې نيولو سره د خپرو شوو مطالبو لپاره د ځواب ويلو اړتيا وي.

۶٫   د کميسيون په ويب سايټ کې د محتوا د ټينګښت لپاره مرسته کول.

۷٫   له خبريالانو، دولتي او خصوصي رسنيو سره اړيکې ساتل.

۸٫   د کميسيون په باره کې په رسنيو کې له نشرياتو څخه څارنه او کتنه او له اړونده امر سره ډېر زر د هغې شريکول.

۹٫   له اړونده ادارې سره اړينې او مسلکي مشورې، د موخو د ټينګولو او کاري برنامو لپاره شريکول.

۱۰٫ له اړونده فعالیتونو او لاسته راوړنو څخه میاشتني، درې میاشتني او کلني رپوټونه ترتيبول او د اړتيا په وخت يې ذيصلاح مقاماتو  وړاندې کول.

۱۱٫ د ټولو هغو دندو تر سره کول، چې د قانون، مقرراتو او د ادارې له موخو سره سم ورسپارل کېږي.

…………………………………………………………………………………………………………………………………………

د ګومارنې شرايط(د زده کړې کچه او کاري تجربه):

غوښتونکي بايد لږ تر لږه د نوموړي بست، د ملکي خدمتونو د کارکوونکو قانون د (٧، ٨) او (٣٤) مادو په شرايطو برابر او معيارونه يې په لاندې ډول دي:

١: لږ تر لږه د زده کړې سند يې لېسانس او يو له دغو: ژورنالېزم، اړيکې، ادبيات، ټولنيز علوم، تجارت او اداره، اقتصاد، حقوق، ټولنپوهنه، عمومي مديريت، عامه ادارې پاليسي، عامه اداره، معالوماتي ټکنالوژۍ عمومي مديريت، مطبوعات، اطلاعاتو مديريت، ارواپوهنه، کمپيوټري برنامې پوهنځيو يې سند اخيستى وي او په يادو برخو کې لوړو زده کړو ته لومړيتوب ورکول کېږي.

٢:  اړونده کاري تجربه(د ټولنيزو پاڼو جوړولو او ډيزاينولو، اړيکو، همغږۍ او د نوموړي بست پورته ټول د دندې ياد شوي مسؤليتونه يې پر مخ وړي وي) لږ تر لږه د لېسانس لپاره يو کال.

٣: په رسمي ژبو(پښتو؛ یا دري) برلاسى او له انګليسي ژبې سره بلدتيا.

٤: د دندې اړونده کمپيوټري برمانو کې مهارت.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دغوښتنلیک فورمه