د پاليسۍ د پراختيا کارپوه

 

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون د کار اهل کار سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو مخو د پلي کولو ښکارندويي کوي؛ د يوې بشپړې ملکي خدمتونو ادارې په جوړولو، د تېرو خبرتياوو د لړيو په څارنه کې دا دى دا ځل لاندنې بست، د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په اساس د ازادې سيالۍ له لارې د رتب معاش د نوي سيسټم ته سپاري:

 

ګڼه د بست عنوان د بست رتبه اړونده رياست د بستونو شمېر د خبرتيا پيل نېټه د خبرتيا پاى نېټه
١ د پاليسۍ د پراختيا کارپوه ۳ د ملکي خدمتونو د تقنني او پالیسې ریاست ۱ ۱۸/۷/۱۳۹۷ ۱/۸/۱۳۹۷

 

په شرايطو برابر کسان هم نارينه او هم ښځينه، چې د افغانستان تابعيت ولري؛ کولى شي، چې له (۱۸/۷/۱۳۹۷) نېټې نه تر (۱\۸\١٣٩٧) پاى ته رسېدو پورې ځانګړي د غوښتنليکونو فورمې له (٣٠_٨) بجو څخه له ماسپښين نه وړاندې د کاري ساعت تر بشپړېدو پورې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلکواک کميسيون، د بشري سرچينو رياست، د ګومارنې له امريت، چې د دارالامان سناتوريم سړک ته نږدې شتون لري؛ تر لاسه کړي، يادې فورمې دې ډېرې کره ډکې او وروسته له ټولو غوښتل شويو سندونو سره د اړونده کړنلارې په اساس بېرته د ټاکنو(ګومارنې) امريت ته وسپاري او يا دې نوموړي (www.iarcsc.gov.af) ويب سايټ ته مراجعه وکړي.

د غوښتنې ځانګړې فورمې بايد تر لاسه او وروسته له کره ډکېدو دې له غوښتل شويو اسنادو سره د کړنلارې په اساس د سافټ په ډول(hr@iarcsc.gov.af) ايميل په پته په ټاکلې موده کې ولېږي.

له ټاکل شوې نېټې وروسته غوښتنليکونه نه اخيستل کېږي.

 

د ملکي خدمتونو د بستونو د دندې مسؤليتونه

د بست ټولييز مالومات

د بست د خبرتيا شمېره:  
د دندې عنوان: د پاليسۍ د پراختيا کارپوه
بست: (۳)
وزارت/یا اداره: د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون
بست ځاى: کابل
د بست شمېره: (۱)
رپوټ ورکول: د قوانينو او پاليسيو پراختيا امر ته
رپوټ اخيستل: نه لري
د بيا کتنې نېټه:  

……………………………………………………………………………………………………………………………………..

د دندې موخه: د افغانستان په ملکي خدمتونو، د بشري سرچينو، د ټولييزو او ګټورو طرحو په خاطر د پلان جوړونې او پاليسۍ پراختيا لپاره څېړنه او کتنه.

……………………………………………………………………………………………………………………………………..

واکونه، مسؤليتونه او دندې:

 

  1. د امريت له پلان او ټاکل شوو مخو سره سم مياشتنى، درې مياشتنى او کلنى کاري پلان ترتيبول او جوړول.
  1. د اړونده امريت په ستراتيژيک پلان کې د طرحې او پراختيا لپاره، د ځانګړو وړاندېزونو له جوړولو، چې د ملي اړتياوو د پايلوو د پلي کېدو په اساس، د ګټورو وړتياوو د غزونې له لارې په ملکي خدمتونو کې يې لاسته راوړنې ولري؛ برخه اخيستل.
  2. د ټولنې د قانوني اړتياوو رابرسېره کول او د ملکي خدمتونو د ماهرو او مسلکي کارکوونکو د منل شوو معيارونو له مخې ورته لاسرسى او د سيمه ييزو هېوادونو په کچه غوره خدمتونه وړاندې کول.
  3. د ملکي خدمتونو، له تشکيلاتي جوړښتي سرچينو سره همغږي، د يو شمېر مسلکي کارکوونکو له خوا د ملي اړتياوو په موخه ناسته او له دې سره د اړتياوو شمېرنه، څېړنه او بشپړونه.
  4. په ملکي خدمتونو کې د مسلکي وړتياوو د تشو ډکولو لپاره، د پاتې شوو تخصصونو د تعداد او ډولونو، د هېواد علمي بنسټونو، د لوړو زده کړو او مسلکي موسساتو په ګډون پېژندل.
  5. د اړونده تقنيني اسنادو د پراختيا لپاره لږ تر لږه د ملي اړتياوو په اساس د جوړښتونو د تعداد او ډولونو لپاره اړينې طرحې جوړول.
  1. د اړونده رياست په مرسته، د اصلي پايلو له لاسته راوړنو، په ځانګړې توګه د بشري سرچينو او د لوړو زده کړو له اکاډميک انسجام مرکز او ټولو ټيټو سرچينو سره همغږي پيدا کول.
  2. له خپلو لاسته راوړنو او فعاليتونو څخه د عندالضرورت په وخت کې مياشتني، درې مياشتني او کلني رپوټونه ترتيبول او ذيصلاح مقاماتو ته يې وړاندې کول.
  3. د ټولو هغو دندو ترسره کول، چې د ذيصلاح مقاماتو له خوا د قانون، مقررې په اساس او د اړونده ادارې له خوا ورسپارل کېږي.

————————————————————————————————————–

د ګومارنې شرایط(د زده کړې کچه او کاري تجربه):

 

د نوموړې دندې مسؤليتونه د ملکي خدمتونو د کارکوونکو قانون د (٧) او (٣٤) مادو په نظر کې نيولو سره لږ تر لږه شرايط او معيارونه يې په لاندې ډول دي:

  1. د زده کړې سند يې لږ تر لږه لېسانس او له يادو څانګو: عامه اداره، عامه پاليسي، حقوق او سياسي علوم، د بشري سرچينو مديريت، ټولنپوهنه فارغ او په نوموړو برخو کې لوړو زده کړو ته لومړيتوب ورکول کېږي.
  2. د دندې اړونده لږ تر لږه دوه کلنه کاري تجربه لرل.
  3. د هېواد په رسمي ژبو (پښتو؛ یا دری) برلاسى او له انگلیسي ژبې سره بلدتيا.
  4. د دندې اړونده په کمپيوټري برنامو کې بلدتيا.

 

___________________________________________________________________________________________

د غوښتنلیک فورم