د پاکستان پېښور کې د کتابچې توزیع میشت مامور

 

د ملکي خدمتونو ټاکنو بورد د ټرانسپورت وزاررت شپږمه رتبه ( یو بست ) د وړ کارکوونکو ګمارنې په موخه د آزادې سیالۍ له لارې دویم ځل اعلان ته سپاري.

په شرایطو برابر لیوال وګړي کولی شي چې خپل غوښتنلیکونه په انلاین توګه د اداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو خپلواک کمیسون له ویبپاڼې څخه د (www.iarcsc.com ) لینک له لارې راولیږي.

د غوښتنې پر مهال د یاد بست د کوډ شمېره له لاندې برخې څخه کاپي او د فورم په اړونده برخه کې یې درج کړی.

 

شمېره د بست سرلیک د بست د کوډ شمېره
۱ د پاکستان پېښور کې د کتابچې توزیع میشت مامور ۰۰۲۹

 

 

د بست ځانګړنې:

د بست سرلیک:              د پاکستان پېښورکې د کتابچې توزیع میشت مامور

بســــت:                           شپږم

تعداد بست:                    (۱)

د بست ځای:                        پاکستان

وزارت/اداره:                    د ترانسپورت وزارت

اړونده څانګه:                 د سړک ټرانسپورت اداره

راپور ورکول :                   اړوند هیواد کې د افغان ټرانسپورت میشت مدیر

راپور اخیستل:                 نلري

د خبرتیا د پیل او پیل نېټه:      ۳۰/۱۰/۱۳۹۸ الی ۰۷/۱۱/۱۳۹۸

 

 

د دندې موخه: د قانون او مقرراتو سره سم ، ترانسپورتي شرکتونو لپاره، د سیر او سفر کارټ او یا کتابچې توزیع کول.

 

د دندې واکونه او مسولیتونه:

  1. د وزارت استراتېژیکي موخو ترلاسه کولو لپاره، عمومي پلان سره سم میاشتنني، درې میاشتني، او کلني کاري پلان طرح او ترتیبول.
  2. د قانون او مقرراتو سره سم ، د ترانسپورتي وسایطو لپاره د سیر او سفر کارټونو او یا کتابچو توزیع کول.
  3. د وروسته مرحلو تر سره کولو او اجرااتو لپاره، د ټرانسپورټي کارتونو او کتابچو توزیع کول، او د ثبت دفترونو ساتل او خوندي کول.
  4. اړونده مقرراتو سره سم ، د مثنی کتابچې یا کارت قیمت د سه پارچې قیمت او معیاري اضافه جریمو، راټولول.
  5. ارائه راپور و گزارشات در رابطه به تحویل عواید روزمره به بانک از درک قیمت کتابچه یا کارت، کتابچه مثنی یا کارت مثنی، سه پارچه تعرفه و جرایم به شعبات حسابی برویت آویز بانکی.
  6. د کتابچې یا کارټ او همدارنګه د مثنی کتابچې یا کارت، او سه پارچه تعرفو د بیو او جریمو حسابي څانګو له درکه، بانک ته د بانکي اویزونو له مخې، د ورځینیو تحویل شویو عایداتو په اړه د راپورونو او ګذارشونو وړاندې کول.
  7. د اړونده لاسته راوړنو او فعالیتونو څخه، واک لرونکي آمر ته د دري میاشتني، کلني او د اړتیا وخت راپورنو وړاندې کول.

————————————————————————————————————————————————-

د ګمارنې شرایط ( د زده کړې کچه او کاري تجربه):

د دندې دغه لایحه د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون ۷ او ۳۴ موادو په پام کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو پربنسټ جوړه شوې ده.

 

لږ تر لږه په یادو برخو کې د لیسانس ترکچې د زده کړې اسناد ولري، ( نړیوالې اړېکې، اقتصاد، حقوق، لوی مدیریت، اداره او تجارت، د ټرانسپورت انجینري، عامه اداره، عامه پالیسي، مالي مدیریت،او په یادو برخو کې تر دې په لوړه کچه سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کیږي.

 

  1. اړونده کاري مخینه (تجربه) لږترلږه دوه کاله
  2. دهیواد په یوې رسمي ژبې برلاسۍ ( پښتو یا دري) انګلیسي، او همدارنګه د کوربه هیواد رسمي سره بلدتیا.
  3. د دندې اړوند کمپیوټري پروګرامونو کې مهارت درلودل.

………………………………………………………………………………………………………………………………………..

د اړینو پاڼو او اسنادو د تسلیمي لارښود